ورځپاڼو ته کتنه ۱۵/۱۰/۹۷
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې وليکل د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د امريکې حکومت ته خبردارے ورکړ، بايد په دې پوه شي چې ګواښ ، په ځان پسې ګواښ لري او احترام په ځان پسې احترام.
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د ايران لخوا فضاء ته د سېټيلائيټ لېږل او توغنده اي ازمائنه د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي نه کوي. او دا امريکه ده چې د دغه پرېکړليک خلاف ورزي يې کړې ده او هيڅ حق نه لري چې په دې اړه خبره وکړه.
--------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د تهران د جُمعې د نمانځۀ خطيب وويل، مېنځنے ختيځ او د اېشيا لويديځ د ايران په مقاومت سره د امريکې د آرمانونو په قبرستان بدل شو.
حجت الاسلام الحاج محمد جواد علي اکبري له سوريې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو او په عراق کښې دامريکې فوځي اډې ته د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پټ د شپې ورتللو ته په اشارې سره وويل، د اېشيا په سيمه کښې د امريکې شتون د دغې سيمې د هېوادونو لپاره بدبختي او مصيبت په ډالۍ کښې راوړۀ.
----------
جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل، د قم په مفيد پوهنتون کښې له پارلېمانه واخلې د نظام د مصلحت د تشخيص تر ټولنې پورې په مختلفو پړاونو کښې د ارواښاد آيت ا... هاشمي رفسنجاني رول وڅېړل شو او د هغه د خدماتو قدرونه وشوه.
-----------
ورځپاڼې وليکل:د امريکې ډېموکرېټان د ټرمپ د استيضاح د طرحې د وړاندې کولو په حال کښې دي.
په داسې حال کښې چې د امريکې د پارلېمان راتلونکې مشرې مېرمن نېنسي پلوسي د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح احتمال رد نه کړ يو ډېموکرېټ استازي وويل چې نوي کانګرېس ته د ولسمشر ټرمپ د استيضاح طرح وړاندې کېدونکې ده.
د ورځپاڼې په قول هغې وويل ډېموکرېټان له دې مخکې چې د ټرمپ د استيضاح فېصله وکړي د رابرټ مولر د تحقيقاتو نتائجو ته به په طمه پاتې شي. مولر د امريکې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کښې در وسيې د ادعاي مداخلت په اړه د تحقيقاتو خاص پلټونکے دے.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل: د پيښور صدر کښې په يو ګاډې کښې چاودنه کښې شپږ کسان ژوبل شول.
د پيښور صدر په کالا باړې سيمه کښې په يو ګاډې کښې چاودنه شوې ده چې په کښې د يوې مېرمنې په شمول شپږ کسان ژوبل شوي دي ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړې شوې او د هغوې حالت د خطرې نه بهر ښودلې کيږې، پوليس د پيښې ځائے نه شواهد راجمع کړې او تحقيقات ئې شروع کړې دي
----------
ورځپاڼې وليکل، پاکستان او ترکيې د ترهه ګرۍ خاتمي لپاره سيکيورټي تعاون په زياتولو باندي اتفاق کړے دے
د ورځپاڼې دليکنې له مخې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ترکيي د سفر مشترکه اعلاميه جاري کړي شويده ،اعلاميه کښي وئيلي شوي چه دواړو هيوادونو د ترهه ګرۍ خاتمي او سيمه کښي د امن واستحکام لپاره سيکيورټي تعاون زياتولو باندي اتفاق کړيدې
اعلاميه کښي دا هم وئيلي شوي چي پاکستان او ترکي دهر قسمه ترهه ګرۍ مزمت کوي اوداسلام تشخص ته د زيان رسونکو خلاف په شريکه جنګ کولو باندي اتفاق شوے دے.
----------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل:
بغلان کښې د طالبانو حملو په نتيجه کښې لس پوليس ځواکونه وژل شوي دي.
د افغانستان بغلان ولايت کښې د افغان امنيتي ځواکونو په چيک پوسټونو د طالبانو حملو په نتيجه کښې لس پوليس ځواکونه وژل شوي دي،له بلې خوا افغان امنيتي چارواکو په فرياب ولايت کښې د يولس وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې ده>
----------
کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې او جګړې په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په تازه څرګندونو کښې د جدې له ناستې بې خبري ښودلې او وائي چې دغه ناسته د دوی په پلان کې نشته.
ورځپاڼه لیکي، تر دې وړاندې د ابوظبۍ په درې ورځنیو خبرو کښې طالبانو د حکومت له پلاوي سره له لیدو ډډه وکړه، خو وروسته د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو اړخونو د ابوظبۍ د خبرو په دوام په جده کې د بلې غونډې خبر ورکړ چې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې په پام کښې وه.
په ليکنه کې وړاندې راغلي، سوله د عام ولس تر ټولو ستر ارمان دی، خو د حکومت، سیاسي ډلو، مدني فعالانو او طالبانو په اجنډا کې له بده مرغه دا نه جدي غوښتنه ګڼل کېږي او نه لومړیتوب ورته لري.
لیکونکي دا هم لیکلي چې حکومت که څه هم اوس د سولې د خبرو لپاره د پلاوي په ترکیب کې د بدلون خبره کوي، خو په خبره یې، ښه فرصتونه یې په بېځایه ځېل ضایع کړل.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله ليکنه کې د نوي ميلادي کال په شپه د افغانستان په اړه د امریکې د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرو ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې جګړه د امریکې جګړه ده اودا د افغانستان خلق دي چې په دغه جګړه کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړل.
ورځپاڼه لیکي چې نور نو د دغه هېواد خلکو ته پکار ده چې په یووالي سره څلوېښت کلنه جګړه او د دغه هېواد ناورین پای ته ورسوي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې د فاکس نیوز په حواله لیکلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال ویلي، ډونالد ترمپ بیاځلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د موضوع په ارزولو بوخت دے.
خو مایک پنس په ټینګار سره ویلي چې دا طرحه ورستۍ نه ده.
د نوموړي په حواله په مطلب کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د جنګ لاره نه ده بدله شوې.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د امریکې د پالېسۍ له مخې به پر طالبانو د سولې د خبرو لپاره نظامي فشارونه جاري وساتل شي.
------
واشنګټن پُسټ
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې نوموړې د پخواني شوروي اتحاد له خوا په 1979 م کال پر افغانستان برید او ددې هیواد اشغال ستایلی و او هغه یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه بللې وه.
ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې وویل” دا چې شوروي په افغانستان کې و علت یې دا و چې ترهګر په روسیې پسې ورتلل“ د ټرمپ په وینا شوروي ”حق درلود چې هلته وي، خو ستونزه دا وه چې جګړه ډېره سخته وه.“
ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره خپره شوې خبرپاڼې ته اشاره کړې چې په کې یې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو پر ضد افغان جګړه د ازادۍ لپاره ملي پاڅون بللی دی او یادونه یې کړې چې پر افغانستان د شوروي یرغل هغه مهال د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو له خوا غندل شوی و.
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان د ولسې جرګې د یو استازي صالح محمد صالح له خولې ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې ورته ځکه حیرانونکې دي، چې دې هیواد د شوروي د یرغل په وړاندې د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه.
همدې ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ریس رحمت الله نبیل هغو ټویټونو ته هم اشاره کړې چې نوموړې په کې ویلي” ان روسیه هم دا خبره نه کوي او نه دا هڅه کوي چې پر افغانستان د شوروي یرغل توجیه کړي.“
•نیویارک ټایمز
بلې امریکا ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم به ورته توګه د ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغان چارواکو عکس العملونه په یوه لیکنه کې راټول کړې.
ددې لیکنې سرلیک دی” افغان چارواکو د ټرمپ له هغې ادعا سره اختلاف څرګند کړ چې وايي، پر دې هیواد د شوري یرغل د ترهګرۍ ضد جګړه وه. “