په هند کښې د نرېندرا مودي په سياستونو نيوکه
Mar 08, 2019 14:51 Asia/Kabul
د هند د لويديځ بنګال صوبې اعلی وزيرې وويل، د هند د وزيراعظم نرېندرا مودي په حکومت کښې تفرقه اچونه خپل اوج ته رسېدلې ده.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هند د لويديځ بنګال صوبې اعلی وزيرې مېرمن ممتا بېنرجي په خپله يوه وېنا کښې وويل، د مودي په مشرۍ بي جے پي واکمن ګوند د مسلمانانو او افراطي هندوانو ترمېنځ تفرقه اچولو ته لمن وهي.
هغې دې ته په اشارې سره چې نرېندرا مودي په دغه هېواد کښې هيچا ته په بي جے ګوند او حکومت د نيوکې اجازه نه ورکوي واضحه کړه، د مودي حکومت د هند په راتلونکو پارلېماني انتخاباتو کښې د کاميابېدو لپاره غواړي جنګ جګړې جوړې کړي.
ټیګونه