د امام جواد (ع) ميلاد
(last modified Sun, 17 Mar 2019 03:11:02 GMT )
Mar 17, 2019 07:41 Asia/Kabul
  • د امام جواد (ع) ميلاد

د رجب له فضيلته د ډکې مياشتې لسمه نېټه د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) له اهلبېتو څخه د نهم امام، حضرت امام محمد تقي (ع) چې د ډېر سخاوت په وجه يې جواد يعنې ډېر بخشش کونکے لقب حاصل کړ د ميلاد له کليزې سره سمون خوري.

د رجب المرجب د مبارکې مياشتې په همدغه ورځ کښې چې په دغه نېکمرغه ولادت سره ښکلې شوې ده شتون لروو. د 195هجری قمري کال په داسې يوه ورځ امام محمد تقي (ع) په مدينه منوره ښار کښې دنيا ته تشريف راوړۀ. هغه د زيات سخاوت او ورکړې په خاطر «جواد» وبللے شو چې د خداے پاک د سخاوت او بخشش ياد راوړونکے دے. جواد د خداے پاک له ښکليو نامو څخه يو نوم دے چې په چا د احسان منلو نه  بغېر ورته بخشش کوي او له غوښتنې مخکې ورته بخشش کوي. يوه ډېره او دائمي ورکړه او بخشش. هغه له بخشش نه مخکښې د هغه په بدله کښې څه څيز نه اخلي او له بخشش نه پس هم د څه څيز غوښتنه نه کوي، له دې سره سره اطاعت کونکو او ګناهګارانو ته يو شان عطا کوي. دغه الهي نوم د امام محمد تقي (ع) په وجود کښې په کامله توګه منعکس ؤ او د متعال خداے د وجود بخشش يې په ښه ډول عملي کړے دے. نوځکه هر کس چې د معرفت او په مال او ژوند کښې د برکت لرلو په تکل کښې وي که د هغه حضرت نوم په ژبه ادا کړي نو بې له شکه په خپل ژوند کښې به د برکت کتونکے وي.

امام رضا (ع) به په ځلونو د خپلو دوستانو او نزديو کسانو ترمېنځ فرمايل: دا زوے مې يو داسې بچے دے چې  زمونږ د مينه والولپاره له دۀ نه زيات د برکت خاوند نه دے زېږېدلے. د هغه حضرت دوو اصحابو يعنې ابن اسباط او عباد بن اسماعيل نقل کړي دي چې يوه ورځ د امام رضا (ع) په خدمت کښې حاضر وو چې محمد تقي (ع) په داسې حال کښې چې تازه تازه دنيا ته راغلے ؤ هغه حضرت ته راوستلے شو. عرض مو وکړو، آيا دا هم هغه له خېر او برکته ډک ماشوم دے؟ هغه حضرت وفرمايل:  « هو، دا هم هغه ماشوم دے چې په اسلام کښې له ده نه زيات د برکت خاوند نه دے زېږېدلے» البته د اهلبېتو عليهم السلام د مينه والو لپاره ټول معصومين او امامان له برکته ډک وو او دي ، خو دا چې امام رضا (ع) هغه حضرت له ټولو زيات له برکته ډک معرفي کوي، د هغه دوران د خاصو حالاتو ښودنه کوي، هغه يو خاص دوران ؤ چې امام رضا (ع) د خپل جانشين په ټاکلو او له ځانه د وروسته امام په معرفي کولو کښې له يو لړ مشکلاتو سره مخامخ ؤ چې د تېرو امامانو په وخت کښې د جانشينۍ داسې مشکلات نه وو.

د امام موسی کاظم (ع) له شهادته وروسته يوه ډله کسان چې بيا وروسته په واقفيه مشهور شول،د مادي انګېزو په بنياد د امام رضا (ع) د امامت انکار وکړ. له بلې خوا امام رضا (ع) تر اوه څلوېښت کلنۍ پورې اولاد نه لرۀ. له بلې خوا د شيعه او سني لارې له پېغمبراکرم (ص) نه په نقل شويو زياترو احاديثو کښې راغلي دي چې امامان دولس تنه دي او نهه تنه به يې د امام حسين (ع) له نسل څخه وي. نو ځکه د امام رضا (ع) لپاره د فرزند نيشتوالي هم د هغه حضرت خپل امامت او هم د امامت دوام ترپوښتنې لاندې راوستۀ. واقفيه فرقې دغه موضوع د خپلو انحرافي عقائدو لپاره يوه حربه ګرځوله او د امام رضا (ع) د امامت انکار يې کوۀ او ورته به يې ويل،ته څه ډول امام کېدې شې چې زوے نه لرې، امام به ورته په ځواب کښې ويل چې «تاسو ته له کوم ځايه معلومه ده چې زۀ به فرزند ونه لرم؟ په خداے مې دې قسم وي چې هغه ورځ لرې نه ده چې خداے پاک به راته يو زوے راکړي چې د هغه په ذريعې سره به د حق او باطل ترمېنځ بېلتون رامنځته شي.» د امام رضا (ع) دا پېشګوئي د 195 هجري قمري کال د رجب په لسمه نېټه پوره شوه او د د ولايت او امامت د اسمان نهم ځلانده ستورے دنيا ته راغے. کله چې امام محمد تقي (ع) وزېږېدامام رضا (ع) وفرمايل: «خداے پاک ما ته داسې يو فرزند عطاء کړ چې له  موسی بن عمران (ع) سره چې درياب يې وچاوۀ شباهت لري او د عيسی بن مريم (ع) په شان دے چې پروردګار يې مور پاکه او پاکيزه ګرځولې ده او هغه پاک او مطهر وزېږېد.»

امام جواد (ع) له خپل بزرګوار پلار امام رضا (ع) نه پس کله چې د اسلامي امت مشري په غاړه واخېسته نو اته کلن ماشوم ؤ. دغې مسئلې زياتره خلق په شک کښې اچولي وو. په داسې حال کښې چې امام په هر قسم حالاتو کښې امام دے؛ که څه هم د يوې ورځې ماشوم هم وي. د حضرت عيسی (ع) په اړه هم قضيه داسې وه. بني اسرائيلو حضرت بي بي مريم (س) ته وويل: له دغه يوې ورځې ماشوم سره به څه رنګ خبرې وکړې شوو؟ ناڅاپه حضرت عيسی (ع) وفرمايل: "إِنِّی عَبْدُ اللَّهِ آتانِیَ الْکِتابَ وَ جَعَلَنی‏ نَبِیًّا وَ جَعَلَنی‏ مُبارَکاً أَیْنَ ما کُنْتُ وَ أَوْصانی‏ بِالصَّلاةِ وَ الزَّکاةِ ما دُمْتُ حَیًّا:  «زۀ د خداے بنده يم، ما ته کتاب راکړے شوےدے، او زۀ پېغبر ګرځولے شوے يم او هرځاے کښې چې يم زۀ له برکته ډک پېدا کړے شوے او ترهغه چې ژوندے يم راته د نمانځه او زکات سپارښتنه شوې ده.»

د امام جواد کم عمر د دې سبب شو چې په دائمي توګه په مختلفو امتحانونواوازمېښتونو کښې راتلۀ. د هغه حضرت دښمنانو به کوشش کوۀ چې د مناظرو د غونډو په جوړولو سره امام جواد (ع) د سترو سترو عالمانو او پوهانو په مقابل کښې راولي چې کېدې شي د ځينو پوښتنو ځواب ويلو کښې پاتے راشي. خو همدغو مناظرو به د امام د علم او پوهې خزانې چې د هغه د امامت يوه مهمه نښه وه له مخکښې نه لا زياتې څرګندېدې. په دا ډول چې په لږه موده کښې د امام د علم نوراني انوار له مدينې منورې نه تر خراسان، مصر او حتی د هغه وخت په ټوله اسلامي نړۍ کښې خپارۀ شول.همدارنګ دغه چاره د دې سبب شوه چې عباسي واکمنان هغه حضرت له مدينې منورې څخه بغداد يعنې د خپل خلافت مرکز ته راوبلي.

يوه ورځ عباسي خليفه مامون له امام جواد سره له خپل رسمي کتنې مخکښې له يوې لارې څخه چې ماشومانو پکښې لوبې کولې تېرېدۀ. ماشومان د مامون او د هغه د حکومتي مامورانو د هېبت په ليدو اويرېدل او اوتښتېدل. امام جواد (ع) چې د هغو ماشومانو ترمېنځ موجود ؤ، بې له دې چې خپل وقار او اطمينان له لاسه ورکړي په خپل ځاے ولاړ پاتے شو. مامون ورته نزدې ورغے او پوښتنه يې ترې وکړه: ولې د نورو ماشومانوپه شان ونه تښتېدې؟  او زما له لارې څنګته هم نه شوې؟ امام ورته وفرمايل: « اے خليفه! لاره تنګه نه وه چې لازمي وه چې ستا لپاره يې خلاصه کړم. څه خلاف کار مې هم نه ؤ کړے چې له تا وتښتم او فکر نه کوم چې ته به بې له جرمه څوک سزا کړې» د مامون حېراني زياته شوه وې ويل: ستا نوم څه دے؟ حضرت ورته وفرمايل: محمد، هغه وويل پلار دې څوک دے؟ وې فرمايل: علي بن موسی. مامون سر وښوزوۀ او له هغه ځايه روان شو. کله چې صحرا ته ورسېد، يو مارغه د هغه نظر ځان ته جلب کړ، يو باز يې ورپسې په هوا کښې پرېښود چې ښکار يې کړي،يو وخت پس چې باز راستون شو نو په مښوکه کښې يې يو ډېر وړوکے کب ؤچې لا ژوند پکښې غړېدۀ ، مامون حېران شو چې څه ډول کېدې شي چې له اسمانه ژوندے کب راوړي؛ هغه کب يې په لاس کښې ونيوۀ او ستون شو. کله چې هغه ځاے ته ورسېد چې ماشومانو لوبې کولې ،ماشومان بيا وتښتېدل او امام محمد تقي (ع) بيا په خپل ځاے ولاړ پاتے شو. مامون وويل: اے محمده! که دې وويل چې زما په لاس کښې څه دي؟ هغه حضرت ورته وفرمايل:خداے پاک څو سمندرونه پېدا کړي دي چې اوريځې ترې اوچتيږي او ډېر واړۀ کبان له هغو اوريځو سره پاس خيژي او د باچايانو ښکاري بازونه يې ښکار کوي او باچايان هغه په خپلو لاسو کښې پټوي چې د هغو په ذريعې سره د نبوت له نسل څخه غوره کسان امتحان کړي.» مامون چې د نبوت د دغه زوزاد بې پايانه علم، عقلاني منطق او هوښيارۍ زيات حېران کړے ؤ بې له دې چې له زړۀ راضي وي په ظاهره د امام په ستائنه لاس پورې کړ او وې ويل: رښتيا دې وويل او ستا پلار نيکونو او ستا پروردګار هم رښتيا او صادقانه خبرې کړې دي.»

امام جواد (ع) له سياسي نظره په سختو حالاتو کښې ژوندکوۀ. خود نورو پاکوامامانوپه شان د بني عباسو واکمنانو د ظلم او عوام غولونې په مقابل کښې به غلے نه پاتے کېدۀ او حتی په ډېروسختو حالاتو کښې به يې خلقو ته حقيقت بيانوۀ. هغه حضرت د اجتماعي او سياسي حقائقو په بيانولو کښې بې مثاله توان او صراحت لرۀ. په همدې وجه مامون د هغه حضرت د کنټرولولو لپاره خپله لور «ام الفضل» امام جواد (ع) ته وادۀ کړه. هغه په دې کار سره له دې سره سره چې د امام جواد (ع) کور ته د خلقو په ټولو تک راتګونوڅارنه ولري او په خپل کنټرول کښې يې راولي غوښتل يې امام د خپلو شرابو، کبابو او عېش او عشرت له دربار سره وتړي چې د خلقو په نزد د امام سپېځلتيا ته زيان ورسوي. نوځکه يې په هغه مجلس کښې چې د امام د وادۀ د جشن لپاره يې جوړ کړے ؤ د رقص او سرود بندوبست کړے ؤ. خو کله چې مطرب په خپل کار شروع وکړه  نو امام چغه کړه او وې فرمايل: « له خدايه وويرېږه» مطرب د امام د حکم له ټينګتيا چې د الهي ځواک او معنويت له ژورو او د هغه له لوړ مقام څخه راوچته شوې وه داسې په رعب کښې راغے چې د موسيقۍ آلات ترې وغورزېدل او تر څو چې ژوندے ؤ نو د ساز او اواز  آلات يې استعمال نه کړې شول.

البته مامون دا کوشش هم کوه چې لور يې يو فرزند پېدا کړي چې دې هم د  داسې يوماشوم نيکه شي چې د پېغمبراکرم (ص) او مولا علي بن ابي طالب (ع) له نسله وي. خو تقدير داسې ؤ چې د مامون دغه ارمان پوره نه شو او د مامون لور د اولاد مېرمن نه شوه او د امام جواد(ع) ټول اولاد له نېک سيرته او بزرګوارې مېرمن چې سمانه مغربيه نومېده پېدا شول.

ګرانو او قدرمنو دوستانو يوځل بيا د امام محمد تقي (ع) د ميلاد په مناسبت د مبارکۍ په ويلوسره پروګرام د دغه پاک امام د زيارتنامې په يوې برخې سره ختموو

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ أَهْلِ بَیْتِهِ وَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدِ بْنِ عَلِیٍّ الزَّکِیِّ التَّقِیِ‏ ...

خدايه! درود ولېږې په محمد او د هغه حضرت په اهلبېتو او درود ولېږې په محمد بن علي چې پاک او پاکيزه روح لرونکےاو پرهېزګار او وفادار دے. اے خدايه! هغه په مخلوقاتو  ستا لوړ رتبه حجت دے او ستا د لوړې کلمې په شان دے چې ستا لوری ته د مخلوقاتو رابلونکے او د امت لارښونکے دے. او د هغه حضرت پاک روح ته زمونږ درود او سلام ورسوې او مونږ ته  هم له هغه سره د مينې په وسيلې ستا لطف او کرم ،احسان، بخښنه او بهشت رضوان عطا کړې.\

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

 

ټیګونه