ورځپاڼو ته کتنه ۱۸/۰۱/۹۸
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د خپلو مهمو خبرونو په سر کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي سره د عراق د وزيراعظم عادل عبدالمهدي د کتنې او د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي.
له دغو ورځپاڼو څخه جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل، معظم رهبر په دغه کتنه کښې وفرمايل: د ايران د اسلامي جمهوريت او عراق تعلقات د دوو ګاونډي هېوادونو زيات وراخوا دي.
دوي دسیمې په هیوادونو کښې د امریکائي عسکرو شتون د سیمې د ملتونو او هیوادونو په تاوان وبالۀ او وې فرمايل امریکه د عراق د نیواک له وړومبيو وختونو د فوځی حکومتونو په شان د یوحکومت په جوړولو او په اوږد مهاله ګټو او شتون پسې ده. خو عراق باید داسې کار وکړي چې د امریکې عسکر زر تر زره له دغه هیواد څخه ووځي.
د ایران داسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله العظمی سیدعلی خامنه ای په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې د عراق په باره کښې د امریکې او دسعودی څرګندونې د هغوې له باطني نیتونو سره تفاوت لري وویل امریکې په هغه وخت کښې چې داعش موصل سیمه ونیوله نو دغې ترهه ګرې ډلې ته یې پیسې، وسلې او تجهیزات ورلیږل او اوس چې عراق په داعش ډلې غلبه موندلې ده نو د دوستۍ اظهار کوي.
دایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د عراق انسانی ظرفیتونو ته په اشارې سره دا خبره په ګوته کړه چې د عراق انسانی ظرفیتونه د دغه هیواد ځوانان دی چې د داعش له فتنې سره د مقابلې په لار کښې یې ښه او د ستائنې وړ امتحان ورکړ او هغه څه چې رامنځته شول یوه تاریخی پیښه وه.
----------
د تهران چاپ بلې ورځپاڼې آرمان ملي بيا په تهران کښې د ايران د اسلامي جمهوريت او عراق د لوړ رتبه پلاو په غونډه کښې د ايران د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني وېنا راخېستې او ليکلي يې دي: هغه په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې قدس د فلسطین دائمي پلازمینه او جولان د سوریې دخ اورې نه بيلېدونکې برخه ده وویل د دغو چارو په خلاف د هرډول اقدام د ملګروملتونو له مقرراتو او د تاریخ خلاف ورزۍ ده.
هغه وویل بې شکه جولان د سوریې د خاورې برخه ده چې د نیواکګرانو لخوا غصب شوې ده او هیڅ نظر په دغه تاریخي حقیقت کښې خنډ نشي رامنځته کولې.
د ایران ولسمشر په یمن کښې دجنګ او وژلې د ختمیدو په ضرورت باندې په تاکيد سره وویل د یمن د کړکیچ حل لاره سیاسی ده او هیله من یوو چې وکړې شو دغه هیواد ته د امنیت او سولې دبیرته ستنیدو او خلقو ته د درملو او انسان دوستانه مرستو استولو لپاره ګډه هڅه وکړو .
-------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل: د ايران په سېلاب ځپلو سيمو کښې د سېلابونو له کبله يو نيم لک کورونه وران شوي دي.
---------
د تهران چاپ اقتصاد ورځپاڼې وليکل: وروستيو سېلابونو د هېواد ديارلس زره کېلوميټره سړکونو ته زيان رسولې دے.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل: لاهور هائيکورټ نيب د حمزه شهباز له نيولو نه منع کړ.
لاهور هائيکورټ د حمزه شهباز د عبوري ضمانت درخواست منظورکړ او نيب ئې د حمزه نيولو منع کړ،دغې محکمې حکم جاري کړ چي نيب دې د اپريل تر اتمې نيټي پوري حمزه شهباز له نيولو ډډه وکړي.
-------
ورځپاڼې پاکستان ته د د افغانستان په چارو کښې د امريکې دخاص استازي زلمي خليل زاد سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره ليدنو کتنو ته په اشارې سره وليکل، زلمي خليل زاد د افغانستان د صلحې لپاره د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وکړه.
------
د پاکستان چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د دغه هېواد د ګوادر او تربت سيمو ترمېنځ لاره کښې په امنيتي ځواکونو چې په سيمه کښې د ګشت په حال کښې وو د ترهه ګرو په حمله کښې دوه امنيتي ځواکونه ووژ ل شول او يو بل ژوبل شو.
-----------
ورځپاڼې د خېبر پښتونخوا صوبې د وزيراعلی محمود خان په حوالې سره وليکل: په دغه صوبه کښې د سرطان د بيمارانو د ويړيا علاج معالجې چاره نوره هم پراخولې شي. او د دې کار لپاره په بودجه کښې يو زر نهه سوه پينځه څلوېښت ميلين روپو نوره اضافه وکړې شوه.
-------
کابل چاپ نننیو ورځپانو د تېرو ورځو په څېر یوځل بیا د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپانې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له قوله لیکلي، هیله لرو چې له طالبانو سره توافق به ۴۰ کلن بحران ختم کړي.
وړاندې په مطلب کې راغلي، د سولې په خبرو کې به تېرې لاسته راوړنې ساتل کېږي او افغان حکومت به د سولې هڅې او ټاکنې هم مهاله تعقیبوي.
---------
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپلې ليکنه کې پوښتنه کړې چې افغان حکومت ولې د سولې لپاره وړ پلاوی نه ټاکي؟
په ليکنه کښې همدار نګ ویل شوي، ښايي لومړنی لامل دا وي چې حکومت د سولې له روانو هلو ځلو سره موافق نه دی، نو ځکه نه غواړي چې په دغو خبرو کې ورګډ او پلاوی ورته وټاکي.
د ليکنې په آخر کښې لیکوال وړاندیز کوي چې حکومت دې پر هغو ټکو ټینګار وکړي چې افغاني ګټې خوندي کوي او باید داسې ټیم وټاکي چې د افغانانو استازیتوب وکړای شي.
------
ماندګار:
د ماندګار ورځپانې د سرمقالې عنوان دے، په افغانستان کښې د څو اړخیزو مذاکراتو تندېدل او د اوربند اړتیا.
په سرمقاله کښې راغلي، د پسرلي په شروع کېدو او د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په یو شمېر سیمو کې د طالبانو حملې زیاتې شوي دي.
د ماندګار د سرمقالې د لیکوال په باور، په تېرو شلو کلونو کې د جګړې هېڅ لوری په دې ونه توانېد چې مقابل اړخ حذف کړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس چې د جګړې د ختمېدو لپاره ګرمې خبرې روانې دي، اړتیا ده چې اوربند وشي، له هغې پرته د جګړې په شدت کې د سولې خبرې بریالۍ کېدای نه شي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د سولې روان بهیر باید دوام وکړي او ملت یې تر شا ودرېږي.
ورځپاڼې په يو تفصيلي رپوټ کښې وليکل چې د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز او ویسا ورځپاڼې په شریک اهتمام د ( د سولې بهیر؛ شته خنډونه او حل لارې) تر نامه لاندې یو ورځنۍ څېړنیزه غونډه جوړه شوه چې د هېواد یو شمېر وتلیو تحلیلګرانو او سیاسي څېرو او د پوهنتون استادانو پکې برخه درلوده.
په دې غونډه کې د سولې د روان بهیر پر دوام او پياوړتیا ټینګار وشو او د ټولو ګډونوالو ګډ دریځ دا و چې خبره ډېره واضح ده. سوله ملي اړتیا او د افغان ولس تر ټولو ستر ارمان دی دغه بهیر باید په هېڅ صورت ونه درېږي او دا یو فرصت دی چې باید ترې ګټه واخلو. د بحث د ګډونوالو مهم ټکي دا وو:
سیاسي شنونکی او د مسکو غونډې ګډونوال محمد ناطقي د سولې د روان بهیر په باب وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښه کار دے خو دويم پړاو چې د افغانانو خپلمنځي خبرې دي تر اوسه پورې وروسته پاتې دی. نوموړي وویل، د قطر د بین الافغاني خبرو لپاره شپږ لېستونه جوړ دي. نوموړي پر حکومت نیوکه وکړه چې پر ټولو لوریو شک لري او غواړي هر څه د دوی په انحصار کې وي. ناطقي وویل، دغه خبرې باید جدي شي او نور چې په هر ډول وي باید د جګړې ټغر ور ټول شي.
نوموړي وویل چې نور د امریکا دریځ روښانه دی، خلیلزاد په زغرده وویل چې نور امریکا له وژلو او افغانان له وژل کېدو ستومانه شوي دي.
نوموړي وړاندیز وکړ چې قطر ته دوه سوه کسیز لښکر روان دی، په لښکر کې تخنیکي بحثونه نه کېږي تخنیکي ټیم ته اړتیا ده چې بحثونو ته دوام ورکړي. نوموړي وویل که د خبرو په پایله کې پر یوه لنډمهاله حکومت توافق وشي ښه خبره ده او اوربند چې هر څومره زر وشي ښه خبره ده. د دې بحث بل وینا وال سیاسي څېره سیداسحق ګیلاني و، نوموړي وویل:
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ښه خبره ده، خو نور زیاتره لوري د حکومت په شمول سوله د وسیلې په توګه د خپل امتیاز پر محور راڅرخوي. نوموړي د حکومت مشورتي لویه جرګه هم د سولې د سبوتاژ هڅه وبلله، خو ویې ویل چې د دې امکان شته چې له لويې جرګې نه د حکومت خلاف غږ را اوچت شي چې بیا به یوه خلا رامنځته کړي.
د دې غونډې بل وینا وال جهادي شخصیت او لیکوال استاذ محمد زمان مزمل و. نوموړي وویل که امریکا وزي او توطیه نه وي بیا خو ښه خبره ده خو موږ افغانان باید جوړ وو. استاذ مزمل وویل چې د سولې له بهیره هند او سعودي راضي نه دي، نو ځکه د یوه عام تفاهم اړتیا ده خو د تفاهم اصلي خنډ اشرف غني دی. هغه زیاته کړه د مسکو غونډې یو نیم کال د سولې پروسه رالنډه کړه، طالبان یې بدل کړل.
استاد مزمل پر حکومت نیوکه وکړه ویې ویل: په حکومت کې اوس څوک پاتې دي، هغه د حساب وړ شخصیتونه یې له کرزي سره لاړل. نوموړي د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو په ترکیب کې د بې پرې او ولسي څېرو د زیاتوالي وړاندیز وکړ او ویې ویل چې که په دې ترکیب کې ملي بې طرفه لوری ځواکمن نه وي حکومت او طالبان سولې ته نه شي رسېدای.
د سولې او نجات شورا مشر استاد ګل رحمان قاضي وویل چې هرڅه روښانه دي، سوله د ولس اړتیا ده خو سوله جرئت او قرباني غواړي.
نوموړي وویل چې د مسکو په غونډه کې دغه دواړه وو. او دا یوه بریالۍ غونډه وه چې باید دوام وکړي، نوموړي وویل داسې ښکاري چې امریکایان وزي، په صراحت وايي چې نور مو ګټې نشته وزو. نو له اوسني فرصت نه باید استفاده وشي.
-----------