ورځپاڼو ته کتنه ۷-۲-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته له کتنې سره ستاسو په خدمت کښې يوو چې پکښې د ايران او نړۍ د نننيو ورځپاڼو ځينې مهم لنډه خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو.
له هر څه مخکښې به د تهران چاپ نننۍ ورځپاڼې راواخلو چې دا هم په سر کښې د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ يې په سرخۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف خبرې راخېستې دي. هغه وويل، امريکه دې د خپلو چلندونو له عواقبوسره مخامخېدنې ته چمتو اوسي.
د ايران خارجه وزير چې د صلحې لپاره د ډېپلومېسۍ او څو اړخيز پالنې د ورځې نومې غونډه کښې دګډون لپاره نيويارک ته لاړ دے.او دغه غونډه د غېر جانبدار غورځنګ او د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلې په وړانديز سره جوړه وه. پرون په نيويارک کښې کښې د امريکې فاکس نيوز چېنل سره په مرکه کښې څرګنده کړه، د ایران خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زیات نه زیات دباؤ جګړه په ماتې محکومه ده.او ډېره زربه د خپل چلند له عواقبو سره مخامخ شي.
هغه زياته کړه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان پولټن، صهیونیسټ رژيم، سعودي او امارات د ایران د اسلامي جمهوري نظام د راپرزولو په لټه کښې دي او هڅه کوي چې امریکا له ایران سره د پوځي نښتې په لور بوځي.
-------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا د تهران د جمعې د نمانځه د خطيب آيت ا... محمد امامی کاشاني د خطبو ځينې برخې راخېستي دي چې هغه وويل: دامريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اقداماتو سره د واشنګټن ماهیت د نړۍ ټولو خلقو ته معلوم شوے دے .
هغه دایران د تیلو د اخیستونکو هیوادونو لپاره د معافیت په نه تمدیدولو او د واشنګټن د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د نوم په شاملولو کښې د امریکې د اقدام په غندلو سره وویل دامریکې د خبیثانه اقداماتو په هکله قضاوت باید دنړۍ خلقو ته وسپارل شي .
هغه امریکا ، آل سعود او صهیونیسټ رژیم سپیرۀ مثلث وباله او وې ویل د نړۍ خلق سعودی ، صهیونیسټ رژیم او امریکا د ترهګرۍ درامینځته کولو او په سیمه کښې د خلقو د وژلو په دلیل جنایتکاران بولي.
ورځپاڼې همدا رنګ زياته کړه: د تهران د جمعې د نمانځه نمونځ ګزارو د د نمانځه له ادا کولو مخکښې مړه دې وي امريکه، مړ دې وي صهيونېسټ رژيم او مړ دې وي سعودي په شعارونو سره د هغوي جنايتونه وغندل.
----
د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې کېهان وليکل: د امريکې ملي رېډیو ټرمپ ته خبردارے ورکړ، د هرمز د تنګۍ تړل د ايران له آپشنونو څخه يو آپشن دے. دغه رېډيو زياته کړه، ايران په خپل سائبري قوت سره کولې شي د عربو تيلي اوبتلونه په ټپه اودروي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د سعودی د بشري حقوقو د دفاع کمیټۍ په حوالې سره وليکل دغې کمېټۍ د سعودي د اوۀ دیرشو بې ګناه ښاریزو اعدام او پانسۍ ته په غبرګون کښې وویل ولیعهد محمد بن سلمان په خپلو جنایتونو د برغولي ایښودلو لپاره له ترهګرو پیښو څخه ناوړه استفاده کوی .
ورځپاڼې د يمني سرچينو له قوله وليکل: د یمن پوځي او ولسي رضاکارو ځواکونو بیګا د سعودي رژیم د تیریو په ځواب کښې د زلزال-۱ په نامه سیمه ایز بالیسټک ۱۷ توغندیو سره د سعود د سویل په عسیر ولایت کښې د دغه هېواد د ځواکونو سنګرونه وویشتل.
او یمني سرچینو ویلي دي چې په دغه حمله کښې په لسګونه سعودي فوځیان وژل شوي او يا زخمي شوي دي.
-------
اوس به هم د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼه راواخلو ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې چين ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان سفر ته په اشارې سره وليکل: چين او پاکستان د مالي ټګۍ په ختمولو اتفاق وکړ. ورځپاڼې زياته کړه، په دغه سفر کښې د سي پېک، د ژوند د چاپېريال د بدلون، له غربت او مسکينۍ کښې سره د مقابلې لپاره د فنډ جوړولو او د ازاد تجارت په اړه په ځينو اقداماتو هم له چيني چاراکو سره خبرې اترې اوشوې.
-------
ورځپاڼې په یو بل خبر کښې وليکل، په سري لنکا کښې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو لخوا د ترهه ګرو په مرکزونو باندې د چاپو په دوران کښې د ځان وژونکو حملو له امله پينځلس تنه ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول.
---------
ورځپاڼې په خپله ننۍ انټرنټي پاڼه کښې وليکل، د امريکې په انډيانه ايالت کښې د يوې غونډې په دوران کښې چې کله د دغه هېواد ولسمشر ډونالډټرمپ د وېنا لپاره راغے نو له حاضرينو څخه پرې يو کس په خپل موبائل سره ګوزار وکړ خو ګوزارخطا شو او امنيتي ځواکونو موبائل ويشتونکے کس اونيوۀ او له هال نه يې بهر بوتۀ.
------
د پاکستان د پېښور چاب مشرق ورځپاڼې وليکل: د خېبر پښتونخوا حکومت په يو اقدام کښې په اوچت اواز سره د موسيقۍ اورېدلو او چا ته کنځل کولو په شمول اته څلوېښت خلاف ورزۍ جرم وګرځوۀ چې په د مرتکب کس په خلاف به قانوني چاره جوئي کيږي.
----------
اوس به هم د کابل چاپ وېسا ورځپاڼه راواخلو دغه ورځپاڼه په خپل وړومبي مخ ليکي: د طالب او امریکايي استازو ترمنځ؛د اپرېل په ۲۸مه ناسته او له هغه دوه ورځې وروسته رسمي خبرې پیلېږي.
ورځپاڼه په دغه خبر کښې زياتوي: دغه ناسته به احتمالا پنځه ورځې وغځېږي او ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو توافق او له هغه وروسته له افغان حکومت سره د خبرو په پیل هوکړه وشي.
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې طالبان هڅه کوي چې په دې ناسته کې له امریکې سره خپله ستونزه حل او له هغه وروسته له افغان لوري سره مذاکرات پیل کړي، ځکه چې طالبان فکر کوي چې د جګړې د بهرني اړخ له حل نه بغېر له افغان حکومت سره خبرې کول دا په ګوته کوي، چې د طالبانو روانه جګړه د افغانانو ترمنځ ده.
------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: مخکښېنی ولسمشر حامد کرزے روسیې ته تللی دے.
نوموړے به هغه کلني امنیتي کنفرانس کې کډون وکړي چې د نړۍ د جګپوړیو چارواکیو او نظر خاوندانو په ګډون جوړیږي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د افغانستان د ځينو ګوندونو په حوالې سره وليکل: حکومت د لویې جرګې له لارې د سولې روانې هڅې له خنډ سره مخ کوي.
په داسې حال کې چې د افغان حکومت له لوري د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي خو ورځ تر بلې د دې جرګې مخالفان ډېرېږي.
سیاسي ګوندونه وايي چې د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې په برخه کې اغیزناکه نشي تمامیدې او ارګ د لوئې جرګې په ترسره کولو سره غواړي راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې ځان ته کمپاین وکړي.
ورځپاڼه زياتوي: دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو انتخاباتي ټيمونو او سیاسي ګوندونو له یادې جرګې سره پریکون اعلان کړے او دا جرګه یې د صلحې روانو هڅو په وړاندې خنډ ګڼلی دے. خو سرچینې وائي چې ولسمشر غني له اجراییه رییس ډاکتر عبدالله څخه غوښتي چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.
------