ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۲-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81890-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۲_۲_۹۸
وړومبې هم د تهران چاپ ننني ورځپاڼوته يوه کتنه کوو: د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو د معلم د ورځې په درشل کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د زرګونو معلمانو او د ښوونې او روزنې د برخې د کارکونکو په کتنه کښې د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2019 08:59 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۲-۹۸

وړومبې هم د تهران چاپ ننني ورځپاڼوته يوه کتنه کوو: د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو د معلم د ورځې په درشل کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د زرګونو معلمانو او د ښوونې او روزنې د برخې د کارکونکو په کتنه کښې د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله سرخۍ کښې د معظم ر هبر له قوله وليکل: د ملت اقتدار له اتحاد او يووالي سره تړاو لري او دسيسې د  دښمن په ضرر تماميږي.

معظم رهبر په دغه کتنه کښې هم داشان د دښمن جنګي تیاری او د اقتصادي او سیاسي، استخباراتي نفوذ او د مجازي فضا له لارې د ګوزار ورکولو په لړ کښې د هغوي یرغل ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکه او صهیونزم په ټولو اړخونو کښې پلاننګ او اقدام کوي البته دا د امریکې په اوسني حکومت پورې محدود نه دي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د ایران د ولس خلاف د دښمن د جنګي تیاري په وړاندې زمونږ ولس هم باید جنګي چمتووالی ونیسي او ټول مسئولان، د ولس مختلفې پرګنې او توانمن او پوه کسان چې په هره برخه کښې په کار بوخت دي، باید د مسئولیت او آمادګۍ په احساس سره میدان ته ودانګي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان ۲۰۳۰ سند او د اسلامي هیوادونو او ایران په شمول د هیوادونو په اړیکو باندې د هغه د مسلط کولو لپاره د پردیو د پټو او څرګندو ټینګارونو وجې ته په اشارې سره وویل: د ۲۰۳۰ سند اصلي موخه دا ده چې تعلیمي نظام باید داسې برابر شي چې ماشومانو او ځلمیانو ته فلسفه، د ژوند طریقه او مفهوم د لویدیځو اصولو په اساس ورزده کړی شي.

دوي زیاته کړه: لویدیځوال تمه لري چې زمونږ متدین معلمان چې د هیواد له راتلونکي سره مینه لري، د خپل درس په کلاس کښې د هغوي لپاره سرتیري وروزي څو زمونږ زده کونکي د هغو ظاهر سازو ټائي لګولو وحشیانو سرتیري او پیروي کونکي شي چې په اسانه خلک وژني او د قاتلانو مرسته کوي.

حضرت آیت الله  العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې په اسلامي ایران کښې د دین بیرغ د دنیا له بل هر ځایه زیات لوړ دی، څرګنده کړه: ایران له علمي نظره د دنیا په پرمختللو هیوادونو کښې شامل دی.

اطلاعات ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځې اېشیا کړکیچونه د امریکې د اوسني حکومت د تنګ نظره بلاغوښتنو او له دښمنۍ د ډلې  د یواړخیزپالنې له امله وبلل.

محمد جواد ظریف پرون په دوحه کښې (د اېشیا د ملګرتیا د خبرواترو په ټولنه) کښې په دې خبرې سره چې په نورو ولسونو باندې د یو قدرت د ارادې تپل د ټولو ګواښل دي، زیاته کړه: ترڅو چې هیوادونه د څواړخیزپالنې د ضمانت لپاره خپلې توانمنۍ او وړتیاوې ونه کاروي، یواړخیزپالنه د قانون د حکومت ځاې د ځنګل حکومت ته ورکولی شي.

ظریف هم داشان د خبرواترو له لارې د سیمې د ستونزو په هواري باندې په ټینګار سره زیاته کړه: ایران ډیره موده مخکښې (په فارس خلیج کښې د سیمه ایزو خبرواترو د ټولنې) د جوړولو وړاندیز کړی و ځکه چې د صلحې او سوکالتیا د ضمانت یوازنی لاره د ګډ برخلیک په رسمیت پیژندلو سره ترلاسه کیږي.

----------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له قوله وليکل:

امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیوی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل تیل پلوري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل هیواد د تیلو د اخیستونکو لپاره د معافیت نه تمدیدولو په لړ کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکایان د ایران د تیلو د خرڅون مخه نه شي نیوی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل تیل پلوري.

ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د لویدیځ په کرمانشاه ولایت کښې د څو عمراني او د اوبو او بریښناکوټونو له طرحو د ګټه اخیستنې د پیلیدو په مراسمو کښې زیاته کړه: ایران له چا سره دښمني نه لري خو د هیڅ کومې دسیسې په وړاندې غلی نه پاتې کیږي.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د ولس سرشیندنه او قدرت د امریکایانو له تصوره زیات دی، څرګنده کړه: ایران د دښمنیو او دسیسو ځواب په مقاومت سره ورکوي.

ولسمشر روحاني هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له ګاونډیانو سره د ایران اړیکې ډیرې ښې دي، څرګنده کړه: ایرانیان دښمن پښیمانه کوي او د عقلانیت ټکي ته یې ورستنوي.

-------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان په حوالې سره وليکل، ما د خداے د ګران رسول (ص) له ژوند او سيرت څخه ډېر څه زده کړل، او هغه حضرت هم په ژوند کښې له ډېرو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ ؤ.

عمران خان زياته کړه، زۀ سياست ته دې لپاره راغلم چې راکښې بدلون راشي او بدلون دا راغے چې خداے پاک راکښې ايمان واچوۀ او خداے پاک چې څومره په انسان مهربانۍ کوي هومره يې په غاړه ذمه وارۍ هم اچوي.

-------

ورځپاڼې وليکل،له افغانستان سره د پاکستان په پولو کښې په ازغن تار لګونکو پاکستاني پوله ايزو ځواکونو باندې د وسله والوپه حمله کښې درې پاکستاني فوځيان ووژل شول او په ځوابي حمله کښې ګڼ شمېر حمله کونکي ترهه ګرو ووژل شول.

د حامد مير په قلم سره جنګ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کښې د دغې پېښې په اړه وليکل، د دغې حملې شا ته د افغان ولسمشر اشرف غني تائيد شتون لري او دا حمله د هغه په صلاح شوې ده.

---------

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې داعش تکفيري ډلې د بينګال رياست لپاره د ابو محمد بنګالي په نامه د خپل نوي مشر په ټاکلو سره ګواښ وکړ چې په هند او بنګلادېش کښې به په مختلفوهدفونو حملې کوي.

----------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د هندي ځواکونو په لاسو په تېره اپرېل مياشت کښې ديارلس کشميري مسلمانان ووژل شول.

------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، ملګرو ملتو د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړيوالو ترهه ګرو په لېسټ کښې شامل کړ. ورځپاڼه ليکي چې د کشمير د آزادۍ له غورځنګ سره د هغه د تعلق د تور له بېرته اخېستلو څخه چين هم ملاتړ وکړ.

------------

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان امنيتي ځواکونو د کراچۍ په شېرشاه سيمه کښې د عملياتو په دوران کښې د جندا... ترهه ګرې ډلې يو خطرناک ترهه ګر ونيوۀ.

د خبر له مخې خان بادشاه نومې ترهه ګر چې په عمرفاروق، خان او معاويه لقبونو مشهور ؤ په ډېرو ترهه ګرو عملياتو کښې لاس لرۀ او د امنيتي ادارو ترتعقيب لاندې ؤ.

----------

مشرق ورځپاڼې د روسيې د رسنيو په حوالې سره خبر ورکړ، د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پيوټن به په راتلونکې جون مياشت کښې پاکستان ته سفر کوي.

---------

د دغې ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان د نظرياتي کونسل مشر قبله آياز وويل: تندلارې مذهبي ډلې مذهبي اختلافات نه شي زغملې حالانکه د مذهبونو ترمېنځ اختلافات يوه عادي خبره ده.

هغه په پېښور کښې په درې ورځنۍ د بين المذاهب غږملتيا په غونډه کښې وويل،  ټول مذهبونه د يوې ګلدستې په څېر دي پکار دي ترمېنځ يې اختلافات وزغملې شي.هغه وويل، اسلام د تشدد او ترهه ګرۍ سخت خلاف دے او هيڅکله يې اجازه نه ورکوي.