ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۲-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې په سرخۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني وېنا راخېستې ده. هغه وويل: د امريکې مقصد په سيمه کښې بې ثباتي راوستل دي مونږ د صلحې او عقلانيت غوښتونکي يوو.
ولسمشر پرون د عراق او قطر سرمشرانو ته په ټيلفوني خبرو کښې وويل:
د سيمې ټول هېوادونه پکار دي د سيمې حساس حالات درک کړي او د سيمې د بې ثباته کولو په هدف سره د امريکې د زورويونو او بدمعاشۍ مخه اونيسي. په سيمه کښې د امريکې بې ثبات کونکي اقدامات به بې له شکه د سيمې د خلقو او حتی د امريکې د ملت په ضرر وي.
ډاکټر حسن روحاني زياته کړه،ضروري ده چې اسلامي هېوادونه په لا زيات فعاليت سره د صهيونېسټ رژيم د تېرو مخنيوے وکړي.
د تهران چاپ ابتکار ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف له قوله وليکل: په برجام کښې د ايران پاتے کېدل د اروپايانو له چلند سره تړاو لري.
محمد جواد ظریف ماسکو ته له رسیدو سره سم، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې کوم اقدامات چې امریکې په تیر یو کال کښې په تیره بیا له ایټمي موافقې له وتلو مخکښې او وروسته ترسره کړي، د دې نړیوالې موافقې د کار په دوام کښې د ځنډ راوستو لپاره وو، څرګنده کړه: ایران د امریکې په دې سیاست باندې په پوهیدو سره تراوسه په سټراټیجک صبر او زغم سره چلند کړی دی خو په خواشینۍ سره اروپايي اتحادیه او د نړیوالې ټولنې نورو غړو دا توان نه دلود چې د امریکې د دباؤنو په وړاندې ودریږي.
ظریف زیاته کړه: په دې بنیاد ایران مصلحت په دې کښې ګڼي چې هغه ځینې ژمنې او اقدامات چې ایران په ایټمي موافقه کښې په رضاکارانه توګه ترسره کول، دم ګړۍ اجرا نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کښې وویل: د ایټمي موافقې ۲۶ او ۳۶ بندونه ایران او البته نورو غړو هیوادونو ته دا اختیار ورکوي چې که یو غړی هیواد خپلې ژمنې پوره نه کړي نو هغوي هم کولی شي چې خپلې ژمني په جزئي یا کلي توګه اجرا نه کړي.
----------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، د امريکې پينځه پخوانيو سوو څارنوالانو د ډونالډ ټرمپ د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه. دغې ورځپاڼې د امريکائي رسنيو له قوله وليکل، د دغه هېواد پخوانيو پينځه سوو څارنوالانو په خپلو لاسليکونو سره په يو پرانېستي ليک د ۲۰۱۶ کال د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډونالډ ټرمپ په ګټه د روسيې د مداخلت د دوسيې د تحقيقاتي کمېټۍ د رپوټونو په بنياد پکار دي ټرمپ محاکمه شي.
---------
د پاکستان جنګ ورځپاڼې په خپله انټرنېټي پاڼه کښې په يو تازه خبر کښې وليکل د پاکستان د لاهور ښار د داتا ګنج بخش (رح) له مزار نه بهر په يوه چاودنه کښې اته تنه ووژل شول او پينځويشت نور ژوبل شول.
د خبر له مخې د لاهور ډپټي کمېشنرې مېرمن صالحه سعيد دغه ترهه ګريزه چاودنه ځان وژونکې وبلله.
-------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې اوليکل د پاکستان دسائنس او ټېکنالوجۍ وزارت په دغه هېواد کښې هر کال د مياشتې د ليدلو د بحران د هواري په خاطر د هجري قمري تقويم د جوړولو لپاره يوه کمېټي جوړه کړه.
--------
ورځپاڼې وليکل: د پاکستان حکومت په دغه هېواد کښې د برېښنا د نرخ د زياتولو فېصله وکړه، چې په دغې فېصلې د حکومت مخالفو ګوندونو سخت قهر څرګند کړے دے.
---------
د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، د دغه هېواد د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ضمانت د مهلت په ختمېدو بيا جېل ته ولېږلے شو.
----------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: د قاصد ستراتېژيكو څېړنو مركز په علمي بحث كښې وويل شول: مشورتي جرګه د استاد رباني د حل او عقد شورا په څېر د واك د دوام هڅه وه
ورځپاڼې د دغه خبر په ترڅ کښې وليکل: د قاصد ستراتېژيكو څېړنو مركز د سولې مشورتي جرګې پر پايلو د سولې د روان بهير او د هېواد د راتلونكې په باب عملي بحث جوړ كړى ؤ چې پکښې د سياسي څيړونکي وحيد مژده، کارپېژاندي جېلاني ځواک، پوهاند ګل رحمان قاضي او د پخواني طالب چاراکي سيد اکبر آغا په شمول يو شمېر سياستوالو، د سولې فعالينو او سياسي څېرو پكې برخه درلوده.
وېنا والو وويل: د امريكا په شمول د سيمې او نړۍ يو هېواد هم دې ته حاضر نه دى چې د طالبانو مطلق حاكميت ومني، خو د شريك حكومت مساله آن د امارت او جمهوريت د نومونو تر حده لويه ستونزه ده،
دوي افغان حكومت هم د سولې مانع وباله او وې ويل چې بايد د مانع په نظر ورته وګورو او چاره يې وشي.
ګډون کونکو له افغانستانه د امريکائي ځواکونو د وتلو موضوع ته په اشارې سره وويل چې د امريکې لخوا د ځواکونو د وتلو د ارادې څرګندولو يو چانس رامنځته کړے دے او د دغه چانس د عملي کولو لپاره پکار دي ټول هلې ځلې وکړي او ځينې قربانۍ ورکړي.
وېنا والو زياته کړه د حكومت مشورتي جرګه د استاذ رباني د حل او عقد شورا په څېر د واك د دوام هڅه ده بل هېڅ هدف پكې نشته. او د وروستۍ جرګې د تركيب په يادولو سره يې وويل چې ټول پكې حكومت راغلى ؤ، ملي شورا اوس او پخواني غړي، ولايتي شوراګانې، علماؤ شوراوې، د ولسواليو په نامه شوراوې، كابينه او دغسې نور.
وېسا ورځپاڼې د پاکستاني رسنيو په حوالې سره وليکل: د افغان ولسمشر غني او د پاکستان د وزيراعظم عمران خان لیدنه د امریکا په غوښتنه کېږي. وېسا وليکل: د پاکستانۍ ورځپاڼې نیشن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې امریکا له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې خپلې اړیکې ښې کړي. ورځپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت څو سرچینو ورته ویلي چې تمه ده د دواړو هېوادونو د مشرانو لیدنه د همدې غوښتنې له مخې وشي.
وېسا ورځپاڼې بيا طالبانو ته د نږدې سرچینې له قوله وليکل د سولې مشورتي لویې جرګې بین الافغاني خبرې ځنډولې دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، وسله والو طالبانو غوښتل چې له امریکا سره تر توافق وروسته ژر بین الافغاني مذاکرات هم پیل کړي، خو د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کېدو دغه مذاکرات وځنډول.
ورځپاڼې وليکل طالبانو ته نږدې کس وحید مژده او حسن حقیار وايي چې د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک ځینو مادو ستونزې جوړې کړې دي.
--------
ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د میدان وردګو ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې تر ۲۰ ډېر افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د چک ولسوال فضل الحق ویلي، چې په دغو جګړو کې د افغان ځواکونو یوه پوسته هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وه، چې وروسته بیرته افغان ځواکونو په خپل کنټرول کې راوستله.
فضل الحق وویل: ” طالبانو د وړمې شپې له دوو بجو راهیسې د چک په ولسوالۍ کې پر څو پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې ۱۲ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي”.
خو د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک وايي چې د سیداباد د ولسوالۍ د سالار او چک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې لږ ترلږه شل افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
خود میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکو د هوتک دا ادعا تائید نه کړه.
د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزی وايي، چې تراوسه په دغو جګړو کې د افغان امنیتي منسوبینو ته د سر د رسیدلي زیان په اړه ورسره دقیق شمېر نشته دی.
---