د امام علي علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82425-د_امام_علي_علیه_السلام_د_شهادت_د_کلیزې_تسلیت_ومنئ
نن د روژې د مبارکې میاشتې یویشتمه نیټه، د نړۍ د مسلمانانو د وړومبني معصوم امام، حضرت علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2019 01:03 Asia/Kabul
  • د امام علي علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

نن د روژې د مبارکې میاشتې یویشتمه نیټه، د نړۍ د مسلمانانو د وړومبني معصوم امام، حضرت علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.

د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې نیټې په سهار د خوارجو د ډلې یو بدبخت ابن ملجم په داسې حال کښې چې امام علي علیه السلام د سهار لمونځ ورکوه، د دوي په سر مبارک باندې د زهرجنې تورې ګوذار وکړ.

د شیعیانو وړومبی امام د جومات په محراب کښې د تورې د دغه ګوذار له خوړلو دوه ورځې ورستې یعنې د روژې په یویشتمه نیټه شهید شو.

نو د مولای متقیان امام علي علیه السلام د دغه زړه دړدونکي شهادت په مناسبت زمونږ تسلیت او تعزیت قبول کړئ.

د ویلو ده چې د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې، یوشتمې او درویشتمې شپې، د قدر شپې دي او مسلمانان د شپې په روڼولو، په سرونو باندې د قرآن پاک په نیولو، د جوشن کبیر د دعا په لوستلو او ژړا او فریاد سره له خدای تعالی جل جلاله سره راز و نیاز کوي او د خپلو ګناهونه بخښنه غواړي.

د قرآن کریم له نظره، د قدر شپه هغه ده چې د کال یوه شپه یې هم فضیلت ته نه رسي او د دغې شپې هر نیک عمل د زرو میاشتو له عملونه غوره دی او په کښې د ټول کال تقدیر لیکل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خلک هم د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان په دغو شپو په جوماتونو، حسینینو، د امام رضا علیه السلام او د بي بي معصومې(س) په سپیڅلو حرمونو او نورو مقدسو ځایونو کښې راغونډیږي او د قدر د شپې مراسم ترسره کوي.