ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۳-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82801-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۵_۳_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2019 08:22 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۳-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو په خپلو سرخطونو کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي سره د جاپان د وزيراعظم د ملاقات خبرونه راخېستې دي. په دې لړ کښې به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راواخلو چې ليکلي يې دي: معظم رهبر د جاپان د وزيراعظم په کتنه کښې وفرمايل: ايران به له امريکې سره له خبرو اترو نه بغېر هم پرمختګ وکړي.

ورځپاڼې د دې خبر په تفصيل کښې وليکل، د دغې کتنې په شروع کښې د جاپان وزيراعظم معظم رهبر ته وويل: «زۀ غواړم د امريکې د ولسمشر پېغام جنابعالي ته ورسوم.» د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جاپان وزيراعظم ته په خطاب کښې وفرمايل: «زۀ ستاسو په روغ نيت او جدي والي کښې څه شک نه کوم، خو هغه څه چې د امريکې د ولسمشر په حقله دې نقل کړل، زۀ ټرمپ د هيڅ يو پېغام د مبادلې قابل نه بولم او هغۀ ته  هيڅ ځواب نه لرم او نه به ولرم.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د دې ټکي په بيانولو سره زياته کړه: «هغه خبرې چې به وکړم د جاپان له وزيراعظم سره د خبرو اترو په چوکاټ کښې به وي،ځکه چې مونږ جاپان يو دوست هېواد ګڼو،که څه هم ځينې ګيلې ترې لروو.»

معظم رهبر په دې اړه چې امريکه له ايران سره په صادقانه توګه خبرو اترو ته چمتو ده د جاپان د وزيراعظم خبرو ته په اشارې سره وفرمايل: «د ايران اسلامي جمهوريت له امريکې او اروپايانو سره د پينځه جمع يو ډلې په قالب کښې د اېټمي موضوع په باره کښې پينځه شپږ کاله خبرې اترې وکړې او دغه خبرې اترې يوې نتيجې ته هم ورسېدې، خو امريکې په دغه پرېکنده موافقې او معاهدې عمل ونه کړ او خلاف ورزي يې وکړه نو په دې بنياد به کوم  داسې عاقل کس وي چې بيا له داسې يو هېواد سره چې د ټولو موافقو خلاف ورزي يې کړې وي خبرې اترې وکړي؟»

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې په بېشکک کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو د سرمشريزې غونډې او په دغه غونډه کښې د  ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د وېنا په اړه وليکل: ولسمشر غونډې ته په خپل خطاب کښې وويل: امريکه د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره په يو جدي ګواښ بدله شوې ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر زياته کړه: امريکه د اقتصادي، مالي او فوځي ظرفيتونو په استعمالولو او د يرغلي پالېسۍ په غوره کولو سره د سيمې او نړۍ د ثبات او قرارۍ لپاره په يوه ګواښ بدله شوې ده.

ډاکټر حسن روحاني د قرقيزستان په پائتخت پېشکک کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو په نولسمه سرمشريزه غونډه کښې وويل، تند پالنه، يو اړخيز پالنه او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې له سيمې د وراخوا هېوادونو لاسوهنو نړيواله ټولنه په خطرناک حالت کښې راوستلې ده چې د نړۍ د ټولو هېوادونو ثبات، امنيت او ګټې ګواښلې شي.

--------

د تهران جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا وليکل، په بېشکک کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم غړيو هېوادونو د خپلې نولسمې غونډې په وروستۍ اعلانيه کښې د ايران له اېټمي موافقې برجام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دغه اعلانيه کښې د دغې موافقې له ټولو لاسليکونکو وغوښتل شول چې په خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل، له امريکې سره خبرې اترې هيڅ ګټه نه لري او د ايران ملت به تراقتصادي دباونو لاندې هيڅکله خبرې اترې ونه کړي.

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمي په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه به له ايران سره د خبرو اترو ارمان ځان سره ګورت ته يوسي واضحه کړه، د امريکې واکمنان او د شرارت مثلث يعنې ډونالډ ټرمپ، جان بولټن او مائک پومپئو صداقت نه لري او له ايران سره د خبرو اترو لپاره د امريکې د چمتووالي ادعا ستر دروغ دي، ځکه چې ټرمپ د خبرو اترو مېز ته د ايران په راکښلو سره هغه هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې د رايو حاصلولو په لټه کښې دے.

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې ابرابر په خپل يو خبر کښې په بېشکک کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو د غونډې ترڅنګه له افغان ولسمشر اشرف غنی سره په کتنه کی هیله څرګنده کړه چی د دواړو هیوادونو اقتصادی کمیشن ژر تر ژره غونډه جوړه کړی  او د هغه غړی د تهران او کابل د ملگرتیاو  د له ژورتیا او پراختیا لپاره لارې چارې اسانې کړی .

روحانی د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران په تیرو ۴۰ کلونو کې تل د افغان ملت او دولت په څنګ کې ولاړ ؤ او دے ، امنیتی موضوګانو ته اشاره وکړه او وې ویل له بده مرغه امریکایانو ښودلې ده چی په خپلو ژمنو عمل نه کوي  او په نتیجه کښی د سیمې د پراختیا ، امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره بهتره ده سیمه پریږدي.

-------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل: د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان او د هند د وزيراعظم نريندرمودي ترمينځ د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو د غونډې تر څنګه مختصر ليدۀ کاته وشول. په دغه کتنه کښې د هندوستان د  ترسره شويو انتخاباتو په اړه خبرې اترې اوشوې.له  دې نه علاوه د روس صدر ولاديمير پيوټن سره هم د وزيراعظم عمران خان ملاقات شويدے چې پکښې د کشمير مسئلې پشمول مختلف اهم معاملو باندې خبرې اترې شويدي.

ورځپاڼې په خپل يو بل خبر کښې وويل، په پاکستان کښې د ډالر په مقابله کښې د روپۍ ارزښت ډېر زيات پرېوتۀ.

---------

د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې وليکل، د دغه هېواد د مالي فساد په خلاف محکمې نېب د دغه هېواد د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري خور مېرمن فريال تالپور او د دغه هېواد د معدنياتو پخوانے وزير سبطين خان د مالي فساد په تور ونيول.

ورځپاڼې وليکل د دغه هېواد وزيراعظم د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم پ غونډه کښې د سيمې هېوادونو ته وړانديز وکړ چې په خپلو کښې د تجارت لپاره دې د ډالر په ځاے د خپل هېواد له پېسو استفاده وکړي.

---------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې بيا وليکل: د هېواد د اهل تشیع قومونو د همغږۍ کنګرې په لومړۍ ناسته کې له خلکو، افغان حکومت او وسله والو طالبانو څخه د جګړې د پای ته رسولو او اوربند غوښتنه وکړه.

قومي مشران او مخور وایي، په روانه جګړه کې یوازې افغانان وژل کیږي او اړتیاده چې د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره اقدام وشي.

د اهل تشیع قومونو د همغږۍ کنګرې موقت مشر سید حسن فاضل زاده او د دې ناستې بل ګډونوال شیخ سلمان خلیلي وویل، جګړه پر افغانانو تپل شوې او ترهغو چې خپله افغانان مخامخ خبرو ته حاضر نشي، بهرنۍ مداخلې به روانې وي.

 په دې غونډه کې د اهل تشیع قومونو په یووالي هم ټینګار وشو او دغونډې ګډونوال وایي، د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره باید یو موټي شي.

 د دې کنګرې غړې اغلې شهلا وویل، له دې وروسته به چاته اجازه ورنه کړو چې د دوی په سرنوشت معامله وکړي.

د یادونې وړ ده چې د اهل تشیع قومونو د همغږۍ په دې لومړنۍ کنګره کې د یادې شورا لپاره نوی رئیس او مرستیالان هم د انتخاباتو له لارې وټاکل شول.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پکتیکا ولایت اوسېدونکو یو ځل بیا د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکی خلکو پر وژل کېدو توند غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې که دغه ډول بریدونه ونه درول شي تر نړیوالې ټولنې په خپل غږ ورسوي.

 

د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ قومي مشران په یاده ولسوالۍ کې د ملکي کسانو له وژنې وروسته د غبرګون په ډول ښرنې ته راغلي، دوی وايي په یاده سیمه کې له تېرو شلو ورځو راهیسې ناورین ته ورته حالت رامنځته شوی، بې شمېره بې پیلوټه بریدونه ترسره کیږې او په خبره يې یوازې ملکي کسان هدف ګرځوي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د ملي امنیت منسوبینو په کندهار ولایت کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۲۴ وسله وال مخالفان نیولي دي.

‌د کندهار والي حیات الله حیات د نیول شویو کسانو په تړاو یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت منسوبینو په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۲۴ وسله وال نیولي چې څلور یې پاکستانیان دي.

هغه زیاته کړه، د دغو وسله والو له ډلې یو شمېر په هدفي وژنو کې ښکېل وو او ځینو نورو بیا پر دولتي تاسیساتو بریدونه کول. نيول شوي کسان پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

---------