د افغانستان د تکواندو ملی ټیم د هند د:جی ۱: نړیوالو لوبو اتل شو
دتهران ریډیو درست کارکونکی دافغانستان د تکوانډو ملی لوبډلې ددغې بریا په مناسبت درستو افغانانو په تیره بیا سپورټی کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکی وائی
زمونږخبریال دافغان خبری سرچینو له قوله راپور راکړ دافغانستان د تکوانډو ملی لوبډلې په دغو لوبو کې د ځوانانو او زلمیانو په مټ د سرو زرو اته، دسپینو زرو شپږ او د برنزو څلور مډالونه ګټلی دی.
د آزادۍ ریډیو انټرنیټی سایټ هم لیکلی دی ،د هندوستان د «جی ۱» تکوانډو لوبو ته د افغانستان، زېمبابوې، بوټان، هندوستان، استرالیا، نیپال، قزاقستان، عمان، عربستان، قطر، جاپان، کرواسیا، سوریې او بنګلهدېش شااوخوا دوه نیم زره تکواندو کوونکی ورغلی و.
د طلا مډال ګټونکو لوبغاړو ته ۱۰ امتیازه او د نقرې مډال ګټونکو ته شپږ امتیازه ورکړل شوی چې نړیوالو اتلولیو او اولمپیکی لوبو ته د ورتلو په برخه کې به ترې کار واخلی.
دا لوبې د جون تر ۱۶ ترسره شوی او پرون ئې پایزې دستورې ترسره شوی دی .
دتهران ریډیو درست کارکونکی دافغانستان د تکوانډو ملی لوبډلې ددغې بریا په مناسبت درستو افغانانو په تیره بیا سپورټی کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکی وائی