ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Thu, 04 Jul 2019 08:48:28 GMT )
Jul 04, 2019 13:18 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ ډیرو ورځپاڼو د ایران د حج د چارو د کارکونکو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کړې وینا ته پراخ انعکاس ورکړی دی. دې ورځپاڼو د انقلاب د ستر لارښود د وینا په هکله بشپړ رپورټ خپور کړی چې مونږ ترې ځینې مهمې برخې راخلو. د دې خبر لپاره د اطلاعات ورځپاڼې عنوان دی: دښمنان د اسلام په وړاندې په ګونډو کیدو ته مجبوریږي.

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آ یت ا... ا لعظمی سید علی   خامنه ای  پرون د ایران د حج د چارو له چاروالو او او کارمندانو سره په  کتنې کې  ټینګار کړی ،  دسعودی حکومت دې  د حاجیانو د  عزت ،احترام ،  دساتنې  او د چاپیریال  له امنیتی کولو پرته د  حاجیانو د امنیت دتامینولو لپاره درندې  دندې په غاړه لری .

  حضرت آیت ا... العظیم سید علی خامنه ای په د غې کتنې کې   د حج   په پړاؤ کې  له مشرکینو څخه د براءت  او له مظلومانو څخه  ددفاع او وحدت او یووالی په څیر  دضروری سیاسی مفهومونو  شتون ته په اشارې سره  ټینګار وکړ ،وحدت او د فلسطین او یمن د ولس  په څیر  له مظلومانو څخه ملاتړ  اوی ا له مشرکانو څخه براءت ، ټوله د  اسلامی تعلیماتو  په اساس او سیاسی چارې  دی ، پر دې اساس ، دحج سیاسی اړخونه   هماغه دینی دندې او عبادت دی .

  داسلامی انقلاب  معظم لارښود ټینګار کړی، د دینی سیاسی خوځښتونو ترڅنګ  شیطانی اوغیر دینی سیاسی اقدامات  هم شته دی،لکه دا چې ووائی ،  په حج کې  په  امریکا اعتراض  مه کوئ  اویا له مشرکانو څخه کرکه اوبراءت  مه کوئ .

 دوی  دغه راز  وفرمائیل ، له مشرکانو څخه براءت  یوه اسلایم فریضه او لازم کار دی  او په همدې دلیل  مونږ ټینګار کوو چې  دا موضوع هر کال ،  په تر ټولو ښه  ډول ترسره شی .

 داسلامی انقلاب  معظم لارښود  د غه راز  له اسلامی حقایقو سره د امریکا اونورو مستکبرانو  ژورې دښمنۍ ته په اشارې سره  هم وفرمائیل ، په مسلمانو ملتونو  د نړۍ  د سرزورو وحشی ډ وله  امنیتی،اقتصادی،کلتوری  او سیاسی یرغلونه ، له اسلامی معارفو سره  د هغوی د دښمنۍ   د ژور والی ښودنه کوی .

  دمسلمانانو ولی امر  دغه راز  داسلام معارف او حقایق،د مستکبرانو د ظالمانه کړچار  په ضد وبلل او روښانه ئې کړه ، د اسلام شریعت او اصولو ته د اسلامی ټولنو  پابندی او دسرزورو په مقابل کې د هغوی نه تسلیمیدا به ،  داسلامی امت دنجات ، پرمختګ  مصلحت او بریالیتوب زمینه وی .

  داسلامی  انقلاب معظم لارښود  دمسلمانانو  له عزت او پرمختګ سره  د یو ځای  راتلونکی تحقق،هڅې،مجاهدت او ملګرتیا ته اړمند وبالۀ او  ټینګار ئې وکړ،په الهی فضل او کرم سره د اسلامی امت او دایران دملت وحشی ډوله  دښمنان  بلاخره مجبوریږی ،  داسلام په مقابل کې  په ګونډو شی.

جمهوري اسلامي:

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د دې خبر نه علاوه په کابینې کښې د ولسمشر حسن روحاني کړې خبرې راخیستې دي چې وايي: چې هر کله هغوي ایټمي موافقې ته راستانه شي، مونږ به هم ورستانه شو.

ولسمشر روحاني برجام (ایټمي موافقه) ټولو ولسونو، سیمې او نړۍ په ګټه وبلله او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې لپاره ترټولو غوره لاره، له خپلې تیروتنې ستنیدل دي، څرګنده کړه: که امریکا د اور له کلمې ډیره ویریږي نو نه دې بلوي او د دې اور مړ کول یوازې د ملګرو ملتو مصوبو او خپلو ژمنو ته یې په ستنیدو سره ممکن دي.

ډاکټر روحاني د کابینې په پرونۍ غونډه کښې زیاته کړه: امریکایانو یو کال مخکښې په سیمه کښې آتش بازي شروع کړې ده او په عین حال کښې چې د اور په  غرغنډه کولو پسې دي، وايي چې له اور سره لوبې خطرناکې دي.

ډاکټر روحاني وویل: که مقابل لوري په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړي نو لکه څنګه چې مو مخکښې ویلې دي، د شپيتي ورځني مهلت له ختمیدو سره سم به نور اقدامات ترسره کړو.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د امریکایانو له خوا هره ورځ عجیبه خبرې اورو، وویل: هغوي تر ننه پورې برجام یوه بده موافقه بلله نو په دې حالاتو کښې که ایران وغواړي چې له دغې موافقې لرې شي نو هغوي باید خوشاله شي خو نن چې د ایران اسلامي جمهوریت له برجام ایټمي موافقې یو څه ډډې ته شوی، خفه دي او په نړۍ کښې یې چغې سورې پورته شوې دي.

ورځپاڼې لیکلي چې د کابینې د غونډې له ختمیدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم خبریالانو ته وویل: ایران په برجام کښې د اروپا د ژمنو له اجرا سره متناسب عمل کوي.

محمد جواد ظریف ټینګار وکړ: مونږ په ډاګه ویلې دي چې که اروپا په ایټمي موافقې ژمنه وي نو مونږ یې هم پابندي کوو خو خپلې ژمنې داسې پوره کوو څنګه چې یې اروپا پوره کوي.

جمهوري اسلامي هم داشان د ایران د خارجه وزیر یو ټویټ هم راخیستی چې په کښې یې لیکلې دي: په ایران باندې د امریکې تیري د ټرمپ له راتلو ډیر له پخوا راهیسې پیل شوي او دوام لري.

د ايران د اسلامي جمهوريت تاکيد وکړ، په ايران د امريکې تيري يوازې د ټرمپ په راتلو سره نه دي شروع شوي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د ايران په ۶۵۵ نمبر مسافر وړونکې الوتکې باندې د امريکې د حملې د کليزې په مناسبت وويل: يو دېرش کاله مخکښې په داسې يوه ورځ امريکائي سمندري بېړۍ د اوبو د پاسه د ايران یوه مسافر وړونکې الوتکه رانسکوره کړه او د شپږ شپېتو ماشومانو په شمول يې پکښې ټول سوارۀ دوه سوه نوي تنه ووژل.

محمد جواد ظريف په خپله ټوئيټرپاڼه کښې د يو پېغام په خپرولو سره وليکل: په ايران باندې د امريکې تيريګرۍ يوازې د ډونالډ ټرمپ په راتلو سره نه ده شروع شوې. هغه وويل، شجاعت او راتلونکي ته کتنه چې د جنګ لپاره د بي ټيم د تندې په وړواندې يوه اراده ده دغه تيري ختمولې شي.

 

بهرنی ورځپاڼې:

یو شمېر نړيوالو رسنیو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو خبرو ته پام کړی چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه کړي دي.

ټایمز​

د بریتانيا چاپ ټایمز ورځپاڼې په‌دې اړه ليکلي، ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې له نویو اقداماتو پرده پورته کړې ده او هغه دا چې په افغانستان کې يې د خپل هېواد د ځواکونو شمېر له شپاړسو زرو څخه نهو زرو ته راکم کړی دی.

د ټايمز په وینا، په افغانستان کې د امریکا اتلس کلن حضور چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر تر حملو وروسته پیل شو، د امریکا په تاریخ کې دا د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.

ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ دې خبرو ته هم اشاره کړې ده چې په فبرورۍ مياشت کې يې خپل ملت ته په خطاب کې ويلي و: امریکا نه غواړي په یوه نه ختمېدونکې جګړه کې مبارزه وکړي.

سټارز اېنډ سټرايپس

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېرکمولو په اړه د ټرمپ اعلان ډېر حیرانوونکی دی.

د ورځپاڼې په وینا داسې ویل کېدل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په هڅو به له طالبانو سره په خبرو کې د امريکا د ځواکونو د وتلو مهالوېش معلوم شي.

سټارز اېنډ سټرايپس همدا راز د جرمني په ابتکار بین‌الافغاني خبرو ته پام کړی چې په قطر کې راتلونکې اوونۍ کېږي.

د ورځپاڼې په وینا، دا غونډه پر یوه وخت په‌داسې حال کې کېږي چې زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، مایک پامپیو کابل ته سفر وکړ اوله سپتمبر مخکې يې د سولې د توافق په اړه هیله څرګنده کړه.

ډونالډ ټرمپ د ځواکونو د کمولو خبر ورکړ او د لومړي ځل لپاره د لويديځو هېوادونو په کوربه‌توب په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرې کېږي.

طالبانو له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړي خو مخکې يې له یو شمېر افغان سياستوالو سره لیدلي دي.

دا ځل هم طالبان له شاوخوا ۶۰ سياستوالو، مدني ټولنې له استازو، فعالانو او خبريالانو سره ویني.

د سټارز اېنډ سټرايپس په وینا افغان ولسمشر په قطر کې د راتلونکې اوونۍ خبرو ته غبرګون نه‌دی ښودلی خو پخوا په‌دې اړه شکایتونه شوي چې د زلمي خليل‌زاد او طالبانو تر منځ په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته شوی دی.

ورځپاڼې ليکلي چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو، عادي افغانان له زیان سره مخامخ شوي دي او له تاوتريخوالي ډکو او مرګونو حملو شاهدان دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه