ویسټ ایندیزکرکټ ټیم افغانستان ته په ۲۳منډو سره ماته ورکړه
(last modified Fri, 05 Jul 2019 03:08:15 GMT )
Jul 05, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • ویسټ ایندیزکرکټ ټیم افغانستان ته په ۲۳منډو سره ماته ورکړه

د افغانستان دکرکټ ملی لوبډلې د ۲۰۱۹کال دکرکټ په نړیوالو لوبو کې په نهو لوبو کې یوه لوبه هم ونه ګټله او بیرته به په تشو لاسونو هیواد ته ستنه شی

زمونږخبریال  دډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ   د ۲۰۹۱کال د کرکټ د نړیوالو لوبو په  دوام  کې  د افغانستان  دکرکټ ملی لوبډلې پرون په دغو نړیوالو لوبو کې پخپلې  وروستۍ لوبې کې  د ویسټ اینډیز کرکټ له ملی لوبډلې په درویشتو منډو سره ماته وخوړله او  له دغو نړیوالو لوبو بهر شوه .

راپور ښئ  په نړیوالو لوبو کې دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې یوه لوبه هم نه ده ګټلې  او په تشو لاسونو به بیرته افغانستان ته ستنه شی.

ویسټ انډیز  د لوبې په پیل کې پچه وګټله او پخپله ئې  منډو وهل پیل کړل اوپه ټاکل شووو پنځوسو اوورونو کې ئې د شپږو وکټو په تاوان سره  درې سوه یولس  منډې ووهلې   چې  دهغو په ځواب کې  دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې یوازې دوه سوه اته اتیا منډې ووهلې او له ستړیکیدو وروسته په آ رام سره له لوبغالی  ووتله  او په تشو لاسونو به بیرته افغانستان  ته ستنه شی .

Image Caption

 

داپه  داسې حال کې دی چې  د پآکستان د کرکټ ملی لوبډله هم  نن  د دغو لوبو په دوام کې  له بنګله  دیش ملی لوبډلې سره لوبه کوی  او که  دپاکستان ټیم له بنګله دیشه په درې سوه شپاړس منډو سره  لوبه وګټی نو ممکنه ده سیمې فائینل ته لاره ومومی او که  نه نو دوی به هم په همدې حد کې نور له لوبو بهر شی او بیرته به خپل هیواد ته وګرځی .

 

ټیګونه