ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۴-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو
دا وړومبۍ ورځپاڼه ايران نوميږي چې له تهرانه چاپ کيږي. دې ورځپاڼې په خپل اول مخ په نړيوال سمندر کښې د برطانيې لخوا د ايران د اسلامي جمهوريت د تېل اوړونکې کيشتۍ د نيولو په ردعمل کښې د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني څرګندونې راخېستې دي او ليکي: د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د انګلستان له خوا د ایران د تیل وړونکې کشتۍ نیول یو ماشوم ډوله، سپک او غلط کار وبلۀ او وې ویل: انګریزانو په سمندر کښې ناامني شروع کړې ده او د دې کار په نتائجو به هم پوه شي.
ولسمشر حسن روحاني پرون د خپلې کابینې په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د ایران د تیلي کشتۍ د نیولو په لړ کښې د انګلستان اقدام د (بي ټیم) په نیابت شوے دے، زیاته کړه: انګریزان چې په خپله د جبل الطارق سیمې نیواکګر دي، په ناروا توګه یې د ایران تیلي کشتۍ نیولې ده.
هغۀ خبردارے ورکړ، ټول باید هڅه وکړي چې په نړۍ کښې د کيشتۍ چلونې لیکې بشپړ امنیت ولري ځکه چې د دا ډول اقدماتو تکرارېدل به په نړۍ کښې د ناامنۍ سبب شي او دا کار به د ټولو په تاوان وي.
ورځپاڼې همدارنګ په تهران کښې له ولسمشر حسن روحاني سره د فرانسې د ولسمشر د خاص سفارتي صلاحکار امانوئل بون د کتنې په اړه وليکل: ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د فرانسې د ولسمشر د سفارتي سلاکار امانوئل بون په کتنه کښې، د فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون له خوا د پيل شویو فعالیتونو په هرکلي سره هیله څرګنده کړه چې د ایټمي موافقې لوري له دې فرصته په ښه توګه استفاده وکړي څو مطلوب ټکي یعنې د ایټمي موافقې بشپړې اجرا ته ورسیږي.
ډاکټر روحاني زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي هدف دا دی چې په ایټمي موافقه کښې قید شوې ژمنې د ټولو لورو له خوا په بشپړه توګه اجرا شي او که طرفین پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به هم د خپلو ژمنو په بشپړولو کښې نوې ګامونه پورته کړي.
د فرانسې د ولسمشر ډیپلماټیک سلاکار امانوئل بون هم په دغه کتنه کښې د خپل ولسمشر امانوئل مکرون لیکلی پيغام، د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وړاندې کړ.
---------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل: فرانسې، جرمني او بریطانیې بیګا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړه: د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران اقدامات باید د برجام د ګډ کمیشن د بیړنۍ غونډې په ترسره کیدو سره حل شي.
د برجام نومې ایټمي موافقې دغو دریو اروپايي غړو د خپلو برجامي ژمنو د کمي د بندولو او د هغوي د بیرته ستنولو لپاره له ایرانه په غوښتنې سره ادعا وکړه چې د یورانیمو د پخولو او د خپلو زیرمو د زیاتولو په لړ کښې د ایران اقدام اندیښمنونکی دی.
----------------
د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې رسالت په خپله نننۍ ګڼه کښې د اسلامي ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف له قوله وليکل: هغه پرون د خبریالانو په ټول کښې په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې او مذاکراتو په هکله د ایران دریځ بیخي څرګند او روښانه دی، وویل: د امریکې تر دباؤ لاندې هیڅکله د خبرواترو امکان نشته.
ظریف هم داشان په برجام ایټمي موافقه کښې د ایران د ژمنو کمیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فیډریکا موګریني ته په پنځو لیکونو کښې ویلې دي چې د امریکې او اروپا له خوا د برجام خلاف ورزۍ ته په پام سره تهران په رسمي توګه د لورو د بدقولیو په وړاندې د ژمنو د کمولو په هکله د دغې موافقې د ۳۶ مادې لاره چاره عملیاتي کړې ده.
----------
د تهران چاپ ابرار نومې ورځپاڼې بيا د د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان لوړ مرستیال او صلاحکار سيد يحيی رحيم صفوي په حوالې سره وليکل: هغه پرون په تهران کښې وويل: د دښمن تیري ګرۍ ته به د ایران ځواب سخت او پښیمانه کونکی وي.
جنرال سید یحیی رحیم صفوي په دې خبرې سره چې د امریکې او صهیونیسټانو د قدرت زوال ګړندے شوے دے، زیاته کړه: اسلامي ایران په تیرو څلویښتو کلونو کښې هر کال لا پياوړے شوے دے خو له بلې خوا امریکا او صهیونیسټي رژیم کمزورې شوې دي.
------
دا هم د پاکستان جنګ ورځپاڼه دغې ورځپانې په خپله انټرنټي پاڼه کښې وليکل، له لاهور نه کوئټې ښارته تلونکي رېل ګاډي په پېښه کښې لږ تر لږه يولس تنه ووژل شول او اوۀ شپېتۀ نور ژوبل شول.
د ورځپاڼې په قول دغه پېښه د رېل د څلورو ډبو له پټلۍ نه د ښوېدو په نتيجه کښې رامنځته شوه.
له بلې خوا د حکومت لخوا د وژل شويو کسانو کورنيو ته د پينځلس پينځلس لکو، سختمو ژوبلو ته پينځه پينځه لکه او معمولي ژوبلو ته د دوو دوو لکو روپو ورکولو اعلان وکړ.
---------
ورځپاڼې وليکل، د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري اعلان وکړ له سبا نه به د دغه هېواد په سکر ښار کښې پرلت غزونه شروع کوي. ورځپاڼې زياته کړه، هغه په دې اړه د مسلم ليګ نواز څانګې له مرستيالې مشرې مريم نواز سره هم په ټيلفون خبرې وکړې.
----------
د پاکستان بلې ورځپاڼې دنيا په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، د امريکې سپينې ماڼۍ دغه هېواد ته د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف سفر تائيد کړ او وې ويل چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جولائۍ په ۲۲ نېټه امريکې ته د عمران خان په ورتلو د هغه هرکلی کوي.
ورځپاڼې د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل، د ټېکس ورکونکي ټېکس ورنکړي نو په هېواد کښې به ګراني ډېره شي.
هغه وويل، چا چې د هېواد د خزانې پېسې لوټلي دي هغوي سره به په هيڅ شان ساز باز ونه شي. ځکه چې که د مالي فساد مرتکب کسانو ته سزا ورنکړې شي نو د هېواد ژغورنه به ګرانه شي.
ورځپاڼې همدارنګ د مسلم ليګ نواز څانګې د مشرې مرستيالې مېرمن مريم نواز له قوله وليکل، حکومت زما د نيولو کوشش کوي خو زۀ به دومره په آسانه ځان نيولو ته ورنکړم او له هغې مخکښې به د حکومت جرائم په محکمه کښې وړاندې کړم او له هر څه به پرده اوچته کړم.
--------
د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د دغه هېواد عوامي نېشنل پارټۍ د مشر اسفنديار ولي خان له قوله وليکل: د جولائۍ له ۲۵ نېټې څخه به د حکومت د ختمولو غورځنګ شروع کيږي چې په دې کښې به د هېواد حکومت مخالفه ګوندونه شامل وي او د حکومت تر څنګته کېدو پورې به دوام ولري.
------
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د خېبر پښتونخوا د پېښور لوې محکمې د قربانۍ د اختر په درشل کښې افغانستان ته په څاروو لېږلو پابندي ولګوله او په دې اړه يې متعلقه ادارو ته احکام جاري کړل.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، حکومت اعلان وکړ چې څوک به له هېواده بهر ته له لسو زرو ډالرو زيات رقم نه شي اوړې.
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د پاکستان په حکومتي ادارو کښې افغان لوبغاړو ته د پاکستاني پاسپورټونو د جاري کېدو بحث بيا تود شوے دے.
ورځپاڼې د متعلقه چارواکو له قوله وليکل، د کرکت د وروستۍ لوبې په دوران کښې د افغانانو لخوا د پاکستان په خلاف بدې ردې هغه چاره ده چې نه هيرېدونکې ده.
ورځپاڼې په خپلو بهرنيو خبرونو کښې وليکل، ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کښې د برطانيې د سفير بائیکاټ اعلان کړ. دغه اعلان د سفير لخوا د ټرمپ په خلاف برطانوي حکومت ته د هغه د ايميلونو د افشاء کېدو وروسته اوشو.
---------
د پاکستان ابزرور ورځپاڼې لیکلي، په قطر کې بینالافغاني غونډې افغانستان سولې ته نژدې کړی دی.
د دې ورځپاڼې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، دواړو خواوو وویل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره هڅې ډېروي.
خو د دې لیکنې لیکوال په غزني او کابل کې د طالبانو وروستیو حملو ته اشاره کړې چې انتقادونه یې پارولي دي.
ملګرو ملتونو د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې تل له ښکېلو خواوو غوښتي چې تشدد لږ کړي او پر ملکیانو حملې ونه کوي.
--------