اروپایان باید د برجام د ساتنې لپاره جدي او عملي اراده ولري
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کښې د ګډ اقدام د جامع پروګرام(برجام) د ساتلو لپاره د اروپایانو د جدي او عملي ارادې په ضرورت ټینګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلې دي: محمد جواد ظریف چې د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د لوړ رتبه چارواکو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره پرون نیویارک ته رسیدلی، د ایټمي موافقې ساتنه ته د اروپایانو د مینې څرګندونه یې پوره ونه بلله او ویې ویل: اروپایان باید د دې نړیوالې موافقې د ساتنې لپاره پانګونه وکړي خو تراوسه مو دا کار نه دی لیدلی.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: د یوې نړیوالې موافقې د ساتنې لپاره د مینې اظهار او تش اعلان، پانګونې ته له چمتووالي سره ډیر فرق لري او اروپایانو تراوسه دغه چمتووالی نه دی ښودلی.
محمد جواد ظریف د امریکې له خوا د ایټمي موافقې د خلاف ورزۍ په هکله هم وویل: د امریکې لوظ ماتونې یوازې په برجام پورې محدودې نه دي بلکې د مینځ واټنه ایټمي ځواکونو د تړون(آيي، این، ایف) او د شمالي امریکې د ازاد تجارت د تړون(نفتا) چې کانګرس هم تصویب کړی و، په شان تقریباً له هرې نړیوالې موافقې وتلې ده.
د ایران خارجه وزیر امریکا قانون ماتونکې وبلله او زیاته یې کړه: دا قانون ماتونې په نړیواله ټولنه کښې د امریکې د یوازې پاتې کیدو سبب شوې دي او اوس وخت دی چې امریکا نړیوالې ټولنې ته راستنه شي.
ظریف له امریکې سره د مذاکراتو په هکله هم وویل: ایران د خبرواترو له میزه نه دی پاڅیدلی، د مذاکرې میز موجود دی خو دا امریکا وه چې په غیرقانوني او یواړخیزه توګه له ایټمي موافقې ووتله او اوس هم په امریکې پورې اړه لري چې د خبرواترو میز ته راستنیږي او که نه.
محمد جواد ظریف هم داشان د ملګرو ملتو د ټولنیزې اقتصادي شورا د غونډې د اهدافو په هکله وویل چې دا غونډه د پایدارې پراختیا په اهدافو کښې د پرمختګ د اندازې د څیړنې لپاره ده، ایران هم د ټاکل شویو اهدافو له مخې ښه پرمختګونه کړې دي او ضروري ده چې د نورو هیوادونو او عامه افکارو په خبرتیا ورسیږي.
د ایران خارجه وزیر په عین حال کښې ټینګار وکړ چې په اقتصادي ترهګرۍ کښې د امریکې اقدامات او د اقتصاد په برخه کښې یې د نړیوالو عادي روابطو د اجرا مخنیوی، د پایدارې پراختیا اهدافو ته د رسیدو لارې ستر خنډونه دي چې باید د نړیوالې ټولنې غړي پرې خبر کړی شي.
د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا غونډه له سبا څخه پیلیږي او د روانې جولایۍ میاشتې تر نولسمې به دوام ولري.
د ایران اسلامي جمهوریت له روان ۲۰۱۹ کال څخه د دغې شورا غړیتوب ترلاسه کړی او ټاکل شوې چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دغې غونډې کښې وینا وکړي.