ورځپاڼو ته کتنه ۳۰/۴/۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
دا وړومبۍ ورځپاڼه چې زما په لاسو کښې ده د تهران چاپ ايران ورځپاڼه ده. ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه له قوله وليکل: امریکې د نړۍ صلح له خطر سره مخ کړې ده.
محمد جواد ظريف پرون د وېنزوېلا په پلازمینې کاراکاس کښې د ناپییلی غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې وویل د ازاد تجارت ، د ژواک چاپیریال ، د قانون دواکمنۍ ،د نړیوالو موسسو او دنورو ډیرو موردونو په شمول په ډیرو زمینو کښې نړیواله ملګرتیا په بې مخینې ډول د تاوان دلیدو په حال کښې ده .
جواد ظریف د زیږې سرزورۍ د بې رحمیو او د نیواکګریو په شمول د دوه زرم(۲۰۰۰) میلادی کال په لومړیو لسیزو کښې دامریکا د یواړخیزپالنې د پخوانۍ څپې د غمیزه رامینځته کونکو نتیجو په یادولو سره د واشنګټن د یواړخیز پالنې له نوی څپې سره په مقابلې ټینګار وکړ .
هغه په دې خبرې سره چې د امریکا غیر قانونی اقدامات په مینځنی ختیځ سیمه کښې د بې ثباتۍ د زیاتیدا په حال کښې دی ټینګار وکړ ځینې عرب رژیمونه چې د فلسطین د خلکو پرضد دامریکا له دسیسو ډکو پلانونو سره ملګرتیا کوی نه یوازې د فلسطین له خلکو سره خیانت کوی بلکې دټولې سیمې صلح او امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی .
-------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د د ایران د ملي د عالي شورا د منشي له قوله وليکل، د ایران د یورانیمو د پخولو د حق په نفي کښې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې د امریکې د لوظ ماتونې، یواړخیز پالنې او په نړیوالو اصولو د سترګو پټولو نښه وبلله.
علي شمخاني نن د یورانیمو د پخولو په لړ کښې د ایران د حق په نفي کښې د جان بولټن د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې هیڅ ډول حقوقي اعتبار او ارزښت نه لري.
شمخاني هم داشان د ایران د برجامي ژمنو کمیدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې ښودنه کوي چې د برجامي ژمنو د تدریجي کمولو په لړ کښې د ایران اقدام له یو داسې هیواد سره د مخامخیدنې یوازنی لاره ده چې د هر ډول ژمنې منل نه زغمي.
----------
د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې کېهان بيا د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د ویاند په حوالې سره وليکل: د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه د ایران له نورو وسله والو ځواکونوسره یوځاې د نړیوالو جاری قوانینو او په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې د ایران په سمندری قلمرو کښې د ملی واکمنۍ په اعمالولو کښې پریکنده عمل کوی .
جنرال رمضان شریف د ځینو پردیو هیوادونو دکشتیو د متکبرانه ، لسمونکو او له ګواښ څخه د ډکو کړچارونو په هکله په خبرداری سره وویل د انګلستان دتیلو کشتۍ سټینا ایمپرو په تیرې جمعې ورځې د سمندری مقرراتو او دقوانینو پرخلاف خپله موقعیت پیژندونکی دستګاه ګل(خاموشه) کړی وه او په هرمز اوبلارې کښې فارس خلیج ته د ننوتلو لپاره د حرکت پرځاې په جنوب کښې له خروجی لارې د ورننوتلو په حال کښې وه .
---------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه بيا وائي د انګلستان دلیبر ګوند مشر جیرمی کوربین د امریکا ولسمشر ټرمپ په فارس خلیج کښې د اوسنیو تاوتریخوالو مسول وباله .
هغه دایران په اوبو کښې د انګلستان د تیلو دیوې کشتۍ نیول کیدو ته په اشارې سره پرون وویل د امریکې ولسمشر ټرمپ په فارس خلیج کښې د رامنیځته شویو تاوتریخوالو مسول دی .
دبریتانیا دلیبر ګوند مشر جیرمنی کوربین دغه رنګ له اټومی موافقې د وتلو په خاطر د امریکې په ولسمشر ټرمپ سخته نیوکه وکړه .
-----
اوس هم د پاکستان له ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼه راخلو دغې ورځپاڼې وليکل، د پاکستان وزيراعظم عمران خان امريکې ته په خپل درې ورځني سفر کښې واشنګټن ته رسېدلے دے. ورځپاڼه ليکي د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د امریکا له ولسمشر ټرمپ او نورو لوړرتبه چارواکو سره خبرې اترې کوي . ورځپاڼه زياتوي له عمران خان سره په دغه سفر کښې د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر هم ملګرتیا کوي.
ورځپاڼې دپاکستان د قبائيلي ضلعو د انتخاباتو د نتائجو په اړه وليکل، اوو (۷) پخوانیو قبایلی سیمو چې اوس له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځاې کړې شوی دي د صوبایی اسمبلۍ د شپاړسو(۱۶) څوکیو لپاره د ترسره شویو انتخاباتو غیررسمی نتیجې اعلان شوې دي .
د دغو نتيجو له مخې اوۀ ازاد، پينځه د تحريک انصاف دوه د جمعيت علمای اسلام فضل څانګې، او يو يو د جماعت اسلامي او عوامي نېشنل پارټۍ کانديدان تر وروستيو شمېرنو پورې کامياب اعلان شوي دي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، له سعودي څخه پاکستان ته په قرضو د تېلو لېږد شروع شو او وړومبنی تيلي سمندري جهاز کراچۍ بندر ته ورسېد.
ورځپاڼې د افغانستان په اړه په يو بل خبر کښې وليکل، طالب ډله په افغانستان کښې د امريکې د فوځ جزئي موجودګۍ باندې رضامندي څرګنده کړه.
--------
د پاکستان دنيا ورځپانې بيا په خپله وړومبۍ صفحه په غټه سرخۍ سره وليکل، په قبائيلي سيمو کښې په شپاړسو سيټونو د صوبائي انتخاباتو په ترسره کېدو سره امن ته فتح او ترهه ګرۍ ته ماتې نصيب شوه.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، امريکې سعودي ته د فوځ ليږلو اعلان وکړ. ورځپاڼې زياته کړه د دغې منصوبې له مخې پينځه سوه امريکائي فوځيان د سعودي په پرېنس سلطان فوځي اډه کښې ځاے پرځاے شول، پېټرياټ توغندي به هم په راتلونکو څو هفتو کښې نصب کړې شي او اېف دويشت ډوله جنګي طيارې هم په منصوبه کښې شاملې دي. ورځپاڼې زياته کړه چې امريکې دا اقدام له ايران سره د امريکې د تاوتريخوالي د زياتېدو له مخې ترسره شوے دے.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې په کنټرول لائن سيمه کښې د هندي فوځيانو په ګوله بارۍ کښې د پاکستان يو فوځي حوالدار ووژل شول او څلور عامه وګړي ژوبل شول.
--------
دکابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګه د افغانستان سولې او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، دا مهال د جګړې ټول اړخونه د جګړې زور له مظلومو افغانانو باسي او له دې لارې غواړي چې د سولې په روان بهیر کې زیات امتیازات ترلاسه کړي. د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې د جګړې ښکېل اړخونه دغه ډول سیاستونو ته ادامه ورکوي، ملت ته لازمه ده چې پر وړاندې یې غبرګون وښیي، که نه همداسې به وژل کېږي او امتیازات به ورباندې اخيستل کېږي.
----------
اصلاح ملي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، که څه هم د قطر په بین الافغاني ناسته کې د تاوتریخوالي په کمېدو ټينګار شوی و، خو دغه تاوتریخوالی ورځ تربلې زیاتېږي
-------
مسیر ورځپاڼې وليکل: د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په ۱۸ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. د سرمقالې لیکوال لیکي، د وسله والو طالبانو لومړنۍ خبره دا ده چې د سولې لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د سرمقالې د لیکوال په اند دا چاره به امریکا مجبوره کړي چې دا غوښتنه ومني.
-------
ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ايا انتخابات ممکن دي؟!
په سرمقاله کې راغلي، روانو کړکېچونو ته په کتو دا چې ولسمشر غني وايي، انتخابات به خامخا ترسره کېږي، دوه احتماله ممکن دي چې په دې برخه کې پرې فکر کېدای شي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، لومړی دا چې ولسمشر او ټيم یې هڅه کوي چې د ولسي جرګې انتخاباتو په څېر پخوانۍ ډرامه تکرار کړي او وروسته په وعدو د خلکو خولې ورپټي کړي.
د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، بل احتمال دا دی چې ولسمشر غني پر دې پوهېږي چې انتخابات نشي کېدای یا ورته ویل شوي هم وي، لکه چې ویل کېږي، مایک پامپیو په خپل وروستي سفر کې ارګ والو ته سپین وویل چې لومړی سوله او بیا انتخابات چې واضح معنا یې د انتخاباتو ځنډېدل دي.
ورځپاڼې بيا د امريکائي رسنيو له قوله ليکلي :ټرمپ به له عمران خان څخه وغواړي چې په طالبانو اوربند ومني، د عمران خان او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ په لیدنه کې به تر ډېره پر افغان سولې تمرکز وشي. ورځپاڼه زياتوي د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت له کمزورۍ نه په استفادې سره پاکستان بېرته د امریکا لپاره په افغان سیاست کې د مهم لوبغاړي رول خپل کړے دے.
ورځپاڼې بيا په يو بل خبر کښې وليکل: د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید سوداګرو ته تر درې سوه میلين افغانيو زیانونه اړولي دي.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا پرون وویل چې په دغه برید کې لسګونه موټر سوځېدلي او د اوښتو زیانونو کچه شاوخوا ۳۰۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي.
حاجي اغا وویل:« د برید پر مهال د کندهار ولایت په ګمرکونو کې لسګونه موټر ولاړ وو چې په کې خوراکي توکي درمل او نور بېلابېل جنسونه بار وو چې له بده مرغه ټول وسوځېدل.»
------