ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۴-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83552-ورځپاڼو_ته_کتنه_۳۱_۴_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2019 07:41 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۴-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومۍ دا جمهوري اسلامي ورځپاڼه راواخلو چې له تهرانه چاپ کيږي. ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: د امریکې یواړخیز پال سیاست او په نړیوالو حقوقو یې سترګې پټولو د فلسطین مسئله لاسخته کړې ده.

محمد جواد ظریف د ونزویلا په پلازمینه کاراکاس کښې د ناپيئلي غورځنګ د خارجه وزیرانو د فلسطین په کمیټه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکې حکومت د فلسطین د مسئلې د څنګته کولو کوشش کوي، وویل: د اسرائیلي رژيم د پلازمینې په توګه د قدس د پيژندلو او دغه ښار ته د امریکې د سفارت د منتقلولو په شان د دغه هیواد له شرارته ډکو تحرکاتو د فلسطین حالت لا خراب کړے دے.

ظریف د امریکې او اسرائیلو له سیاستونو سره د لویدیځې اېشیا د ځینو هیوادونو له ملګرتیا څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د پيړۍ معامله نومې امریکايي-صهیونیسټي طرحه د فلسطیني ولس په شمول د ټولې نړۍ د خلقو له نظره یوه د نه منلو او نه اجرا کیدو وړ طرحه ده او بلآخره به ماتې وخوري.

---------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې وليکل: ايران د طبي علومو ټولنې په تهران کښې د ملګرو ملتو دفتر او د نائجېريه سفارت ته په يو ليک کښې د نائجېريې د اسلامي غورځنګ د مشر د علاج لپاره په فوري اقدام تاکيد وکړ. د ايران د طبي علومو ټولنې په دغه دغه ليک کښې د شېخ ابراهيم زکزاکي د سلامتيا په حالت د اندېښنې په څرګندولو سره په مسلمانانو باندې د دغه هېواد د فوځ حمله او د نائجيريې د تقريباً زرو تنو شيعه مسلمانانو مرګ ژوبله وغندله.

د ايران د طبي علومو ټولنې د شيخ ابراهيم زکزاکي د حالت په اړه د خبرداري په ورکولو سره د نړۍ له مسلمانو علماو، کلتوري او رسانه اي فعالانو او د نړيوالو حقوقو له فعالانو د نائجيريې د اسلامي غورځنګ د مشر د سخت بدني حالت د څېړنې غوښتنه وکړه.

-------

همدارنګ د تهران چاپ يوې بلې رسالت ورځپاڼې په خپل يو خبر کښې وليکل: د پاناما د سمندر کچ کونې وزارت پرون بلآخره د دغه هیواد د بیرغ لرونکې کشتۍ جرم تایید کړ چې تیره اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا نیول شوې ده.

د پاناما د سمندري چارو وزارت هم داشان د "ریاح" RIAH په نوم د خلاف ورزي کونکې کشتۍ د ثبت د لغوه کولو او ترې د پاناما د بیرغ د بیرته اخیستلو خبر ورکړ.

---------

او شرق ورځپاڼې چې له تهرانه خپريږي بيا د صهيونېسټ رژيم په جېلونو کښې د اسيرانو د سخت حالت خبر ورکړے او ليکي: د صهیونیسټي رژیم په جیلونو کښې د فلسطیني اسیرانو حالات خراب دي.

ورځپاڼې د فلسطين د اسيرانو د کمېټۍ د خبرپاڼې په نقل سره وليکل: د اسرائیلو د زندانونو مدیریت په لوږتړ کونکو اسیرانو باندې غچ اخیستونکې سزاګانې ورتپي او هغوي له خپلو کورنیو او وکیلانو سره له ملاقاته بې برخې کوي او تل یې له یو جیل نه بل جیل ته منتقلوي.

--------

اوس به هم راشو د پاکستان ورځپاڼو ته د دغه هېواد چاپ جنګ ورځپانې د پاکستان په اوه قبائيلي ضلعو او شپږو اېف آر سيمو کښې د صوبائي پارلېماني انتخاباتو د وروستيو نتيجو په اړه وليکل، د غېر رسمي او وروستيو نتيجو له مخې په دغو انتخاباتو کښې آزادو کانديدانو شپږ چوکۍ، واکمن تحريک انصاف ګوند پينځه چوکۍ، د جميعت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې درې او جماعت اسلامي او عوامي نېشنل پارټۍ يوه يوه چوکۍ ترلاسه کړې شوې ده.

له بلې خوا د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي وويل، د دغه هېواد قبائيلي سيمو خلقو د تحريک انصاف په حق کښې فېصله وکړه ځکه چې په دغو سيموکښې کامياب شوي ازاد کنديدان هم له تحريک انصاف سره تعلق لري.

---------

د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا صوبې په په ډېره اسماعيل خان ښار کښې د ډزو او ځان وژونکې حمله کښې د مړو شمېر نهه تنه او د زخميانو شمېر پينځه دېرش تنه اعلان کړ. خو د پاکستان د نورو ځينو رسنيوله مخې د مړو شمېر يولسو ته رسېدلې دے او د زياتېدو امکان يې شته.

-------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان وزيراعظم عمران خان په امريکه کښې په خپله يوه وېنا کښې وويل، له طاقتورو سره په حساب کتاب کولو سره به هېواد ترقي کوي. هغه زياته کړه که دنيا په بله واوړي خو د ملک او قوم د مال لوټمارونکو ته به معافي ورنکړې شي.

------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان بېنکونو ته هم د بهرنيو هېوادونو د پېسو د ادلون بدلون اجازه ورکړې شوه چې په دې کار سره به د پېسو بلېک مارکيټونه ختم شي.

------------

ورځپاڼې د فلسطيني سرچينو له قوله وليکل، صهيونېسټانو اعلان کړے چې يهوديان دې په مسجدالاقصی کښې په زور سره خپل مذهبي رسومات ادا کولو لاس پورې کړي.

د ورځپاڼې د خبر له مخې بلې خوا ته د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې د صهيونېسټي فوځيانو د جنايتونو په خلاف په فلسطيني مظاهره کونکو د  صهيونېسټي فوځيانو په ډزو کښې لږ تر لږه څلوېښت فلسطينيان ژوبل شول.

-----

اوس به هم راشو د کابل چاپ ورځپاڼو ته کابل چاپ ځينو  ورځپاڼو امریکې ته د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان د سفر په اړه ليکنې کړې دي.

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي  ټاکل شوې نن د پاکستان صدراعظم عمران خان له امریکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري. د دواړو اړخونو د خبرو اصلي موضوع د افغانستان سوله ده او ویل کېږي چې پاکستاني چارواکي ورغلي، څو په‌دې اړه د امریکايي چارواکو هدایات واوري.

----------

هشت صبح ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې پاکستان ګټه کوي افغانستان هم باید یو څه ترلاسه کړي.

 

وړاندې ليکي پاکستان دعوه لري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې اترې د دوی په هلو ځلو پیل شوي او همدا لامل دی چې امریکا یو وار بیا دې هېواد ته شنه چراغونه ورکړل، د پاکستان د بلوچستان صوبې دبلوچو بېلتون پاله ډله‌ يې په تور لېست کې شامله کړه او پاکستان ته‌يې نورې مرستې هم ورکړې.

خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې د امریکې او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې تر دې دمه افغانستان هېڅ ګټه نه ‌ده کړې.

---------

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغانان هیله لري چې په دې سفر کې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه خپل سیاست واضح کړي.

 

ورځپاڼه لیکي:

 

دوی باور لري چې امریکا پر پاکستان د فشار په زیاتولو سره کولای شي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

سرمقاله لیکونکی که څه هم ویل کېږي چې په وروستیو کې پاکستان د افغان سولې په اړه په خپل سیاست کې تغییر راوستی، خو دغه تغییر تر دې دمه په عمل کې نه‌دی ثابت شوی.

-----

خو د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې بيا د پاکستاني رسنيو په استناد سره جالبه ليکنه کړې او وائي: عمران خان د سعودي د شهزاده بن سلمان په سفارش واشنګټن ته بلل شوے دے.

ورځپاڼې د پاکستاني ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په نقل سره وليکل: دا سفر وروسته له هغې شونى شو چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ټرمپ له زوم کوشنر سره خپلې شخصي اړيکې وکارولې چې په پايله کې يې عمران خان ته سپينې ماڼۍ ته د تلو بلنه ورکړل شوه او عمران خان له محمد بن سلمان څخه په دې تړاو مننه هم کړې ده. ورځپاڼه زياتوي عمران خان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوا هم مل دى او ټاکل شوې دوى هڅه وکړي چې واشنگټن له دوی سره خپلې مرستې او همکارۍ بيا له سره پيل کړي.

ورځپاڼه وايي د محمد بن سلمان سربېره بل هغه کس چې د دغه سفر له شوني کېدو سره یې مرسته کړې سناتور لېندزي گراهم دى چې جنوري کې يې پاکستان ته سفر کړى و او د افغانستان او سيمې په تړاو د عمران خان ليد لوري اغېزمن کړى و.

------------