د امام سجاد علیه السلام د شهادت تسلیت ومنئ
(last modified Thu, 12 Sep 2019 02:55:55 GMT )
Sep 12, 2019 07:25 Asia/Kabul
  • د امام سجاد علیه السلام د شهادت تسلیت ومنئ

نن د محرم الحرام د میاشتې دولسمه نیټه د امام حسین علیه السلام د زوي امام زین العابدین علیه السلام چې په امام سجاد مشهور دی، د شهادت کلیزه ده.

د رسول الله مبارک کړوسی او د نړۍ د مسلمانانو څلورم معصوم امام حضرت زین العابدین علیه السلام په ۳۸ هجري قمري کال کښې په مدینې منورې کښې دنیا ته راغی او په هغه زمانه کښې یې ژوند کوه چې د اسلام د ګرانقدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په کورنۍ باندې ډیرې سختۍ کیدلې.

امام سجاد علیه السلام چې د کربلا په پيښه کښې بیمار و، د خپل پلار امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته د دغه غورځنګ د پيغام د خپرولو او د پلار د لارې د دوام دروند مسئولیت په غاړه واخیسته او د دغه پآڅون د اهمیت او ماهیت د څرګندولو په لړ کښې یې ډیرې هلې ځلې وکړې.

د شیعه مسلمانانو څلورم امام د اسلامي تمدن او کلتور په برابرولو او د قرآن کریم د سوچه تعلیماتو په پراخولو کښې ډیر کوشش وکړ او په خپلې ځانګړې روڼ اندۍ سره یې د مسلمانو پوهانو روزنې ته مخه کړي څو له دې لارې قرآن کریم او د رسول ا... مبارک سنت خوندي پاتې شي.

دوي د غوره انسانانو په راغونډولو سره هغوي په دیني تعلیماتو سنبال کړل تر دې چې د تاریخ له مخې د هغه حضرت د مشهورو او تکړه شاګردانو شمیر له ۱۷۰ تنو زیات ذکر شوی دی.

د مسلمانانو لپاره د امام سجاد علیه السلام یو بل ارزښتناک میراث د (صحیفه سجادیه) کتاب دی، چې که څه هم د دعا او له خدای تعالی سره د راز و نیاز په قالب کښې دی خو د اسلامي علمونو او اسلامي او عرفاني معارفو ډیر حقایق، شرعي احکام او قوانین او همداشان حساس سیاسي، اجتماعي، روزنیز او اخلاقي احکام په شامل دي.

نو د دغه معصوم امام د شهادت د کلیزې په مناسبت زمونږ تسلیت او تعزیت قبول کړئ.