پاکستان د هند دخارجه وزیر د وینا بایکاټ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84880-پاکستان_د_هند_دخارجه_وزیر_د_وینا_بایکاټ_وکړ
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دامریکا په نیویارک کښې په یوه ځایی هوټل کښې د سارک موسسې(SAARC) د وزیرانو په غونډې کښې د هندوستان دباندنیو چارو د وزیر د وینا بایکاټ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2019 03:59 Asia/Kabul
  • د ویلو ده چې د سارک موسسې راتلونکي غونډه به په پاکستان کښې وشي .
    د ویلو ده چې د سارک موسسې راتلونکي غونډه به په پاکستان کښې وشي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی دامریکا په نیویارک کښې په یوه ځایی هوټل کښې د سارک موسسې(SAARC) د وزیرانو په غونډې کښې د هندوستان دباندنیو چارو د وزیر د وینا بایکاټ وکړ .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په سارک غونډې کښې د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر سبراهمانیم جی شنکر (Subrahmanyam Jaishankar )سره دیوځاې نه کیناستلو فیصله وکړه .

د ویلوده چې د سارک موسسې په غونډې کښې د هندوستان خارجه وزیر سراهمانیم جی شنکر هم ګډون درلود .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د کشمیر  دخلکو له قاتل سره زه کینم داسې هیڅکله نشی کیدلی .

د پاکستان خارجه وزیر وویل هندوستان باید دا تضمین ورکړی چې دکشمیر دخلکو بنیادی حقونه ساتل شوی دی .

د ویلو ده چې د سارک موسسې راتلونکی غونډه به په پاکستان کښې وشی او پاکستان د دغه موسسې ټولوغړیو ته د ګډون بلنه هم ورکړی ده .