په حکومت باندې د نیوکې په جرم لسګونه هندي هنرمندان تر تعقیب لاندې راغلل
(last modified Sun, 06 Oct 2019 02:59:30 GMT )
Oct 06, 2019 07:29 Asia/Kabul
  • په حکومت باندې د نیوکې په جرم لسګونه هندي هنرمندان تر تعقیب لاندې راغلل

د هندوستان حکومت د نوې ډیلي ترکنټرول لاندې کشمیر په هکله د دغه هیواد حکومت ته د پرانیستي لیک د لیکلو په جرم ۴۹ تنه هندي هنرمندان تر تعقیب لاندې راوستې دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼي پرون ولیکل چې دغه شمیر هنرمندانو د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي ته د یو لیک په ورلیږلو سره په مسلمانانو او نورو دیني اقلیتونو باندې د هندي پوځیانو د بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې وه.

د هندوستان پولیسو ویلي چې دغو کسانو په خپل پرانیستي لیک سره د هیواد څیره خرابه کړې او د وزیراعظم خلاف یې اقدام کړی دی.

هندي پولیس هم داشان مدعي شوي چې دغو هنرمندانو د یاد لیک په لیکولو سره په عملي توګه د هغو کسانو دفاع کړې چې د هیواد د ویش او ټوټې کیدو غوښتونکې دي او دا یو جرم ګڼل کیږي.

د ویلو ده چې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې حالات د دغې سیمې د امتیازاتو له لغو کیدو وروسته ګډوډ او ناکراره دي او هندي پوځیان هره ورځ کشمیریان ځپي او وژني یې.

د ملګرو ملتو په شمول د بشري حقوقو څارونکي سازمان او نورو ډیرو نړیوال ارګانونو او د پاکستان په شان د مختلفو هیوادونو حکومتونو او خلکو په کشمیر کښې د هندوستان له خوا په روان ظلم باندې سختې نیوکې کړې دي او په دې لړ کښې یې له نوې ډیلي څخه د بیاکتنې او غور غوښتنه کړې ده.

 

ټیګونه