هندوستان په کشمیر کښې د اسلامي چینلونو په خپریدو بندیز ولګوه
(last modified Mon, 18 Nov 2019 01:24:07 GMT )
Nov 18, 2019 05:54 Asia/Kabul
  • هندوستان په کشمیر کښې د اسلامي چینلونو په خپریدو بندیز ولګوه

هندوستان په کشمیر کښې د ایران په شمول د ځینو اسلامي هیوادونو د ټیلیویژني چینلونو په خپریدو بندیز لګلولی دی.

د هندوستان د راډیو او ټیلیویژن د خپرونو او اطلاع رسونې وزارت د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کیبل سروس ورکونکو ته امر کړی چې د ایران، ترکیې او ملایشیا په شمول د اسلامي هیوادونو د ټیلیویژني چینلونو خپرول بند کړي.

د ایرنا د خبر له مخې د هند د اطلاعاتو او نشریاتو د وزارت یو جګ پوړي چارواکي وکرم ساهای پرون په په کشمیر کښې د کیبل ټیلیویژني سروسونو له آپریټرانو سره په یوه غونډه کښې په کشمیر کښې د اسلامي چینلونو خپرول د هندوستان د کیبل چینلونو د هغه قانون خلاف ورزي وبلله چې په ۱۹۹۵ کال کښې تصویب شوی دی.

د هندوستان حکومت له دې مخکښې هم د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د بیړني حالت او ګرځبندیز په پلمه ګرځولو سره د اسلام د ګران قدره پيغمبر د نیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ د جشنونو د ترسره کیدو مخه نیولې وه.

 

ټیګونه