امريکه په ۲۰۱۹ کال کښې د ډله ايزې وژلې ترټولو زيات ريکارډ جوړونکې
امريکه په ۲۰۱۹ کال کښې د ډله ايزې وژلې ترټولو زيات ريکارډ جوړونکې
په 2019 کال کښې په امريکه کښې په تودو وسلو سره د ډزو له کبله له وژلو سره اړوند شمېرنې اندېښمنونکې اندازې ته رسېدلې دي. په ۲۰۱۹ کال کښې د خپرو شويو شمېرنو له مخې د ډله ايزې وژلې په يو څلوېښت واقعاتو کښې دوه سوه يولس تنه وژل شوي دي.
په ډزو سره په الپاسو کښې د دويشت تنو او په وېرجينيا بيچ کښې د دولسو تنو په وژل کېدو سره په امريکه کښې د ۲۰۱۹ کال د ډزو ترټولو مرګونې واقعات وو.
د يو اېس ټوډې ، اېسوشي ايټډ پرېس او نورث ايسټرن د ګډ تحقيق له مخې په امريکه کښې په هيڅ يو کال کښې له څلورو نه د زياتو تنو په وژلې سره په دومره اندازه مرګونې حملې نه دي رامنځته شوې.
په دې وروستيو کلونو کښې په امريکه کښې يو ځل بيا د وسلو صنعت ډېره وده پېدا کړې ده او په دغه هېواد کښې د وسلو په تېره بيا د سپکو وسلو او سازوسامانونوخرڅون بې مخينې وده لرلې ده.د سرکاري رپوټونو له مخې په امريکه کښې خلقو سره له دوه سوه اويا ميلينو نه تر درې سوه ميلينو پورې وسلې موجودې دي؛ يعنې په دغه هېواد کښې سړي سر يوه وسله موندل کيږي.نورې شمېرنې ښودنه کوي چې په امريکه کښې د هرو سلو تنو په سر يو سل شل تودې وسلې شتون لري.نو په دا ډول په دې لړ کښې امريکه په دنيا کښې وړومبۍ رتبه لري. له نسلي امتياز يا نژادي تبعيض څخه په ملاتړ او له وسلو ګرځولو سره له اړوندو قوانينو څخه په ملاتړ کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دريځ نيونې، له ناامنۍ يا له ګواښ سره له مخامخېدنې څخه د امريکې د خلقو د ويرې ترهې زياتېدل د وسلو د دغې بې خرتې زياتېدو ځينې دلائل دي. له بلې خوا د امريکې په کلتور کښې جرړې لرونکے تاوتريخوالے په دې ورځوکښې له مخکښې نه زيات څرګند شوے دے. ډله ايزې وژلې يعنې هغه وژلې چې پکښې له څلورو نه زياتو کسانو باندې حمله کيږي د يوې داسې ټولنې لپاره د جدي خطر يوه ټالۍ ده چې تل د انسانانو د ازادۍ او بشري حقوقو په زمينه کښې د مخکښ والي ادعا کوي.
د وژل شويو شمېرنې ښودنه کوي چې په امريکه کښې د وسلو استعمال له کنټروله بهر شوے دے او د ښاريزو ژوند ګواښي. په دا ډول چې ورته د کورنۍ ترهه ګرۍ زياتېدل ويل کيږي چې وخت په وخت نه يوازې د دغه هېواد د خلقو ژوند ګواښي بلکه د نړۍ خلق هم اندېښمنوي.
د وژلو زياتوالے که څه هم د دې سبب شوے چې په امريکه کښې د مدني حقوقو ملاتړې او مدافعې ډلې له وسلو سره د اړوندو قوانينو د بدلولو غوښتونکې شي، خو د تودو وسلو د خرڅولو زياتې مالي ګټې د دې سبب شوې چې د وسلو کارخانې او کمپنۍ د امريکې په کانګرس کښې د خپلو مضبوطو لابيو په استعمالولو سره د وسلو د اخېستلو او ګرځولو له محدولو سره د هر ډول اړوندو قوانينو د تصويبېدو او عملي کېدو خنډ شي. په دا ډول چې په امريکه کښې زياتره خلق د وسلو ګرځولو او ورسره د اړوند قوانيونو اصلاح کولو ته د امريکې د حکومت او کانګرس بې پامي او پکښې کوتاهي په دغه هېواد کښې د مرګونو ډزو د لړۍ د دوام اصلي دليل بولي. د امريکې ولسمشر ټرمپ د امريکائي وسلو لرونکو يو اصلي ملاتړے دے. په دا ډول چې هغه د خپل ولسمشرۍ د دوران په شروع کښې وسلو لرونکو ته اطمينان ورکړ چې د امريکائي وسله لرونکو په حقوقو د تيري اته کلونه ختم شوي دي او اوس هغوي په سپينه ماڼۍ کښې يو واقعي ملاتړے لري.
په مجموعي توګه دغه ټول وجوهات د دې سبب شول چې امريکه په ۲۰۱۹ کال کښې د ډله ايزې وژلې د واقعاتو ترټولو زيات رېکارډ ثبت کړي؛ په حقيقت کښې د اوسنيو افسوسناکو حالاتو د ښه کېدو لپاره هيڅ موثره اقدام نه دے شوے، نه د وسلو د اخېستلو او ګرځولو قوانين اصلاح شول او نه د سپينې ماڼۍ لوړ رتبه چارواکو او د کانګرس ري پبلکنانو داوسني حالت له دوام څخه د مخنيوي لپاره څه معنادار کوشش کړے دے او حتی ورسره متفق دي، نو ځکه داسې نه ښکاري چې امريکايان به ۲۰۲۰ کال په لا زيات امنيت سره تير کړي.
---------