ّپومپئو د عراق د سختو حالاتو په وجه يوکرائن ته خپل سفر لغو کړ
يوکرائن ته د پومپئو سفر لغو شو
په عراق کښې د امريکائي ځواکونو د شتون په خلاف د عراقي ولسي احتجاجونو په زياتېدو سره د امريکې خارجه وزير يوکرائن ته خپل سفر وځنډوۀ.
د روئيټر خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکې د خارجه وزارت وياند مورګن اورټېګس په يوې بيانيه کښې وويل،مائک پومپئو په واشنګټن کښې شتون او په عراق کښې په سختو حالاتو باندې د څارنې په وجه يوکرائن، بلاروس، قزاقستان، ازبکستان او قبرس ته سفر وځنډوۀ.
دا په داسې حال کښې دي چې پومپئو وړمه ورځ له فاکس نيوز سره په مرکه کښې ويلي وو چې يوکرائن ته د هغه سفر هم هغه شان د هغه په اېجنډا کښې شتون لري.
امريکائي ډرون الوتکو د تېر ايتوار په ماښام له سوريې سره د عراق په پوله کښې په القائم ښار کښې د حشدالشعبي ولسي عراقي ځواک په ۴۵ او ۴۶ بريګېډونو حمله وکړه،چې په دغه حمله کښې د حشد الشعبي لږ تر لږه پينځويشت ځواکونه شهيدان او يوپنځوس نور ژوبل شول.
د عراق به خاوره د امريکې له دغې حملې وروسته د عراق په سلګونو خلقو په بغداد کښې د امريکې د سفارت په وړاندې احتجاجي مظاهرې وکړې، پرلت يې وغزوۀ د سفارت د تړلو او له عراقه د امريکائي ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول.