چین د کورونا ویروس کشف کولو اپلیکیشن وړاندې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87978-چین_د_کورونا_ویروس_کشف_کولو_اپلیکیشن_وړاندې_کړ
دا اپلیکیشن خلکو ته اجازه ورکوي تر څو وګوري ایا دوی خو د کورونا ویروس له خطر سره نه دې مخامخ شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2020 14:06 Asia/Kabul
  • چین د کورونا ویروس کشف کولو اپلیکیشن وړاندې کړ

دا اپلیکیشن خلکو ته اجازه ورکوي تر څو وګوري ایا دوی خو د کورونا ویروس له خطر سره نه دې مخامخ شوي.

دغه اپلیکیشن ته د ‘close contact detector’ نوم ورکړل شوی، دا وګړو ته هغه مهال خبر ورکوي کله چې له دوی سره په څنګ کې یو داسې څوک نږدې شي چې پر کورونا ویروس اخته وي او یا پرې شک وي.

دغه کاریال یا اپلیکیشن هغه کسان پيژني چې پر کورونا ویروس اخته وي او په ورته وخت کې کاروونکي ته په کور کې د پاتې کېدو مشوره ورکوي، او په دې اړه سیمه ایز روغتیایي چارواکو ته هم خبر ورکوي.

ددې کاریال د استعمال لپاره کاروونکی باید خپل QR کوډ سکین ورکړي، کاروونکي به په اپلیکیشن کې د خپل تلیفون شمېره، نوم او تذکرې ID شمېره هم ورکوي.

د چین دولتي خبري اژانس ژینوا په وینا، دغه کاریال د دولتي څانګو او د چین بریښنایي ټکنالوژي ګروپ په ګډه چمتو کړی دی.

دا باید په یاد ولرئ چې په چین کې د کورونا ویروس خپریدو له امله د مړو شمېر دوام لري او د روغتیا نړیوال سازمان دغه پېښه نړۍ ته لوی ګواښ بللی دی.

کورونا ویروس تر دې دمه ۱۱۱۳ کسان وژلي خو پر دې د اخته کسانو شمېر نږدې ۵۰زرو ته رسیږي، دا ویروس د چین سربېره ۲۵ نورو هېوادونو کې هم خپور شوی دی.