نړیواله ټولنه له ایران سره مرسته وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د هغو هیوادونو پرضد چې له کورونا وایروس سره ښکیل دي د بایکاټونو د ختمولو په هکله د بشري حقوقو د سترې کمشنرې میرمن میشل باچله د بیانیې د بشپړه ملاتړ په ترڅ کښې په ټولو هیوادونو غږ وکړ له دغه وایروس د مبارزې په لړ کښې له ایران سره مرسته وکړي .
د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند اسټیفن ډوجاریک پرون په نیویارک کښې په یوه(۱) خبري کانفرنس کښې د ایران او د وینزویلا پرضد د امریکا د بایکاټونو د لغو کیدا د ضرورت په هکله د بشري حقوقو د سترې کمشنرې میشل باچله د څرګندونو په تائیدولو سره وویل د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوترش په دغه موسسې غږ کړی دی چې په دغه مهم وخت کښې د ایران لپاره ضروري اسانتیاوې برابرې کړي .
اسټیفن ډوجاریک په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر جواد ظریف سره ټيلي فوني خبرې کړي دي وویل ګوترش په کامل ډول له دې خبرې چې د نورو هیوادونو په نسبت ایران ته د طبي تجهیزاتو او شیانو استول ډير مشکل دي خبر دی .
د ملګروملتونو د بشري حقوقو سترې کمشنرې میرمن میشل باچله په تیرې سه شنبې ورځ د کورونا وایروس د خپریدا په درشل کښې په یوې(۱) بیانیې کښې د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د لغو کولو غوښتنه وکړه .
په تیرو اونیو کښې په ایران او نړۍ کښې د کورونا وایروس له خپریدا وروسته د روسیې د ترکیې د پاکستان او د چین په شمول د بیلابیلو هیوادونو زیاتو چارواکو او نړیوالو موسسو د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه او غیر قانوني بایکاټونو د لغو کولو غوښتنه کړي ده .
د امریکا په یواړخیزه او غیر قانوني بایکاټونو کښې چې اساسي شیان ، درمل او طبي تجهیزات هم شامل دي د ایران د خلکو په تیره بیا د کورونا ناورغانو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي .
له دې سره سره د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې جمعې ورځ ټینګار وکړ د ایران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو له لغو کیدا سره مخالف دی .
امریکا د ایران پرضد د بایکاټونو د لغو کولو لپاره دنړۍ د ډیرو هیوادونو له غوښتنو سره سره په تیرو څو ورځو کښې د ایران په یوشمیر شخصیتونو او شرکتونو نور بایکاټونه لګولي دي .