د جرمني شرکت د کورونا د ازموینې اله جوړه کړه
Mar 28, 2020 07:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د جرمني بوش (Bosch) شرکت د کورونا وایروس د چټکې ازموینې ټیکنالوژۍ د جوړولو ادعا کړي ده .
د جرمني دغه شرکت ویلي دي چې دغه چټکه ټیکنالوژۍ په دوو (۲) ساعتونو کښې د کورونا ازموینه کولای شي .
د جرمني بوش شرکت ادعا کړي ده چې په روغتونونو او کلینکونو کښې زمونږ جوړه کړې شوي ټیکنالوژۍ به په دوو (۲) ساعتونو کښې د کورونا ازموینه او ټیسټ وکړي .
د جرمني بوش شرکت زیاته کړه چې زمونږ د دغه ټیکنالوژۍ پینځه نوي (۹۵)فیصده نتیجې سمې او صحیح دي .
ویل شوي دي چې د جرمني د بوش شرکت دغه ټیکنالوژۍ د ملګروملتونو د روغتیاد نړیوال ادارې ډبلیو ایچ او معیارونه پوره کوي .