د کرونا کړکیچ ثابته کړه چې د امریکې سلطه خپله د هغې د اداره کولو توان هم نه لري
(last modified Tue, 07 Apr 2020 03:10:28 GMT )
Apr 07, 2020 07:40 Asia/Kabul
  • د کرونا کړکیچ ثابته کړه چې د امریکې سلطه خپله د هغې د اداره کولو توان هم نه لري

د وروستیو احصائیو له مخې په امریکې کښې تراوسه څه باندې ۳ لکه او ۵۶ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوې دي چې کابو لس نیم زره تنه ترې مړه شوې دي.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا ځانګړي استازي بیګا وویل: د کرونا کړکیچ ثابته کړه چې د امریکې سلطه نه یوازې د نړۍ د اداره کولو قدرت نه لري بلکې د خپل هیواد د چارو په چلولو کښې هم بې وسه ده.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې سلطه نه یوازې د نړۍ د اداره کولو توان نه لري بلکې خپله د امریکې د اداره کولو قدرت هم نه لري، ولیکل: دې کړکیچ د انسان ادعايي نړیوال نظم او یو قطبي نظام نفي کړ. له کرونا وروسته به نړۍ یو بل شکل ولري چې په کښې به د خدای پاک په قدرت باندې اعتقاد زیات وي.

د وروستیو احصائیو له مخې په امریکې کښې تراوسه څه باندې ۳ لکه او ۵۶ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوې دي چې کابو لس نیم زره تنه ترې مړه شوې دي.

 

 

ټیګونه