ظریف او ګوترش د یمن بدلونونه او د امریکې یواړخیز بندیزونه وڅیړل
Apr 12, 2020 05:33 Asia/Kabul
دا په یوه میاشت کښې د محمد جواد ظریف او انتونیو ګوترش ترمینځ د دویم ځل ټیلیفوني خبرې دي.
د ایران خارجه وزیر او د ملګرو ملتو سرمنشي تیر ماښام په ټیلیفوني خبرو کښې د یمن د وروستیو بدلونونو او هم د ایران خلاف د امریکې د یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې دا په یوه میاشت کښې د محمد جواد ظریف او انتونیو ګوترش ترمینځ د دویم ځل ټیلیفوني خبرې دي.
ظریف د مارچ په دولسمه نیټه هم د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یو لیک کښې له کرونا سره د مقابلې لپاره د ایران خلاف د امریکې د یواړخیزه بندیزونو د ختمیدو په ضرورت ټینګار کړی و.