سلاد له وخت څخه مخکې د بچي د زیږیدا خطر کموي
زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا د کوینز لینډ پوهنتون ډاکټر ډیریجی ګیټ وویل د ښځې د حمل یعني بلاربیدا په وخت د خامو سبزیو خوړل ډیره ګټه لري .
هغه وايی د اومو او د خامو سبزیو د سلاد په شکل کښې استعمالول له خپل وخت څخه مخکې د بچي د پیدا کیدا یعني د پري میچیور برتهه (premature birth) خطر کموي .
د اسټرالیا د کونیزلینډ پوهنتون ډاکټر ډیریجی ګیټ لخوا د اومو سبزیو د استعمال د ګټې په هکله یو(۱) تحقیق ترسره شو چې پکښې درې زره پینځه سوه (۳۵۰۰) میرمنو ګډون وکړ .
دغو دریو زرو (۳۰۰۰) میرمنو ته د حمل یا د بلاربیدا په وخت هره ورځ څو ډوله سبزیانې ورکړل شوې چې پکښې ګاځرې ، ګولپي ، بروکلې ، بند ګلپي ، مکایان یعني لوکي او لوګان وغیره شامل وو .
د اسټرالیا دغه ډاکټر وویل که چیرې حامله میرمنې سلاد نه خوري او د بلاربیدا په وخت هم د یوه (۱) ځانګړي ډول خواړو کارولو ته دوام ورکوي هغوې د سپلینټس کیمیکل په وسیله د خپلو خواړو کمښت پوره کوي نو د دوې د بچیانو وژې به په ښه ډول مضبوطې نه وي او په خپله میرمنې هم د اعصابو له کمزوري کیدا سره مخ کیږي .
هغه وايي د میرمنې د حمل له پیلیدا سره سم د شنو سبزیو استعمال ضروري دی او دغه کار د مور او د بچي لپاره ډیر ګټور دی .
هرکال په اسټرالیا هیواد کښې له اوه دیرشو (۳۷) اونیو څخه په مخکې زیږیدونکو ماشومانو کښې اته اعشاریه پینځه فیصده ماشومان مړ کیږي .