نړۍدې دکروناواکسن دجوړولو لپاره ملګرتیاوکړي
(last modified Sat, 06 Jun 2020 00:32:19 GMT )
Jun 06, 2020 05:02 Asia/Kabul
  • نړۍدې دکروناواکسن دجوړولو لپاره ملګرتیاوکړي

د چین دخارجه وزارت ویندوي د کرونا ویروس خوریدا له دوهم نړ یوال جنګه وروسته ترټولو مهم نړیوال بحران بللی او زیاته ئې کړې ده،د ملتونو په ملګرتیا او اتحاد سره دغه ویروس ته ماته ورکولی شي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د چین دخارجه وزارت ویندوي ګنګ شوانګ پرون ناوخته په بیجینګ کې په خبريغونډې کې وئيلي دي،چین به دکرونا ویروس لپاره د واکسنو او درملو  په موندلو او تولییدولو کې د بشری ټولنې پر تفکر په پابندۍ او  پر دغه ویروس د زرترزره  په غلبې سره،خپلې ټوله هلې ځلې  وکاروي .

 د  چین دخارجه وزارت ویندوي د کرونا ویروس خوریدا  له دوهم نړ یوال جنګه وروسته  ترټولو مهم نړیوال بحران بللی او زیاته ئې کړې ده،د ملتونو په  ملګرتیا او اتحاد سره دغه ویروس ته ماته ورکولی شي .

په نړۍ کې  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپږ میلیون  او اوو لکو  تنو څخه اوښتی دی  چې له دغو کسانو کابو درې لکه  اته اتیا زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او  څه دپاسه  درې میلیون  او یو لک درې اتیا زره کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 

ټیګونه