ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن د تهران چاپ په ورځپاڼو کښې کیهان ورځپاڼه راخلو او ورڅخه ځیني بهرني خبرونه درسره شریکوو چې په دا ډول دي:
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په ټول افغانستان کښې پراخو حملو او هدفمنو وژلو ته په اشارې سره لیکلي چې هغه لږ مثبت نظر او هیله چې د صلحې له خبرواترو کیدله، هم له مینځه تللې ده.
د یمن د مذاکراتي ټیم یو غړي د یمن د کړکیچ په هواري کښې د ملګرو ملتو د رول او د هغه د اغیزې په هکله وویل: د دغه سازمان موقعیت د عربستان لپاره د (لیک وړونکي) یا (پوسټ مین) تر حده دی.
په بیروت کښې د امریکې د سفیرې له لاسوهونکو څرګندونو وروسته د دغه هیواد قضايي ادارې له رسنیو سره د هغې په خبرواترو بندیز ولګوه او د لبنان د بهرنیو چارو وزارت هم هغه احضار کړه او د حزب ا... خلاف د کړو څرګندونو وضاحت یې ترې وغوښته.
هم داشان د صهیونیسټي رژيم لوړرتبه امنیتي سرچینو لیکلي چې د دغه رژيم مشرانو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حزب ا... د حملې لپاره اجازه ترلاسه کي نو هره ورځ به په اسرائیلو له ۱۰۰۰ زیات توغندي وروي.
کیهان هم داشان د میانمار د مسلمانانو په هکله یو خبر راخیستې چې د خبري سرچینو په حواله وايي، د راخین صوبې زرګونه کلیوال مسلمانان، د هغوي له شتونه د سیمې د پاکولو د عملیاتو د اجرا لپاره د پوځ د تیارسي په هکله د یو ځايي چارواکي له خبرداري وروسته له خپلو کورونو تښتیدلې دي او د مسلمانانو د کډه په سر کیدو یوه نوې څپه راپورته شوې ده.
له بلې خوا د آذربایجان جمهوریت حکومت پس د دولسو کلونو له هلوځلو په پلازمینه باکو کښې د حضرت زهرا(س) په نوم جومات وران کړ او داشان یې د صهیونیسټانو په طریقه له اسلام سره دښمني څرګنده کړه.
هم دې ورځپاڼې بیا د عراق د (فتح ائتلاف د یو غړي مختار الموسوي خبره راخیستې چې وايي: د عراق له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځواکونو او هم داشان د حشد الشعبي رضاکارو ځواکونو ترمینځ د تفرقې او نښتې د رامینځته کولو لپاره د امریکې دسیسې له ماتې سره مخامخ شوې.
ایران:
د تهران چاپ ایران ورځپاڼه به راواخلو چې د اسلامي مذهبونو د نږدیکت د نړیوالې ټولنې د مشر له خولې یې په غټو ټکو لیکلې دي: امریکا د انساني حقوقو ستره خلاف ورزي کوي.
د خبر په دوام کښې لولو چې د اسلامي مذهبونو د نږدیکت نړیوالې ټولنې مشر په دې بیان سره چې ساه اخیستل د انسان تر ټولو مهم او ضروي حق دی، وویل: نن په امریکا کښې، له اساسي او ضروي بشري حقوقو سترګي پټې شوي.
د اسلامي مذهبونو د نږدیکت نړیوالې غوندې مشر حمید شهریاري پرون په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې دې ته په اشارې سره چې که څوک د انسانانو د ساه اخیستلو مخه ونیسي، نو د هغه اساسي او ضروري حق یي اخیستلی، څرګنده کړه: دا به ترټولو لوي ظلم وي چې د یو انسان په حق کښې ممکنه ده ترسره شي.
شهریاري په دوام کښې په دې ټینګار سره چې سوله په اسلام کښې یو اساسي اصل دی، وویل: جنګ د تفرقې او کینې سبب دی او تفرقه د نړیوال استکبار د ناوړې ګټې زمینه ده.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو نورو مسایلو ترڅنګ د سولې روانې پروسې او په بېلابېلو ښارونو کې حملو او مقناطسي ماین چاودنو ته اشاره کړې ده.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼه لیکي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې او بین الافغاني خبرو په تړاو تر بحثونو وروسته عامه ذهنیت دا و چې په هېواد کې به روان وضعیت ښه شي خو د ورځپاڼې په خبره، حملو لا زور واخیست او ترڅنګ یې هدفي وژنې او مقناطسي ماین چاودنې هم زیاتې شوې دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم انتحاري حملې کمې شوي خو پر ځای یې د مقناطسي ماین چاودنې او سړک غاړي ماینونو د خلکو ترمنځ وېره رامنځته کړې.
په سرمقاله کې راغلي، د دغو حملو نوې بڼه دا ده چې هېڅ څوک یې مسئولیت نه اخلي او د سرمقاله لیکونکي په باور اړتیا ده چې امنیتي کشفي ادارې یې د مخنیوي او عاملینو د پیدا کولو په برخه کې جدې هلې ځلې وکړي.
په سرمقاله کې راغلي، دا ډول حملې د سولې پروسې په تړاو د خلکو باور زیانمنوي او د سرمقاله لیکوونکي په باور د سولې د خبرو تر ټولو مهم شرط باید اوربند وي.
په سرمقاله کې راغلي، د دې ترڅنګ کابل کې وسله والې غلاوې، انسان تښتونې او ځورونې مخ په زیاتېدو چې د دغه ښار اوسېدونکي یې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره سرمقاله ځانګړې کړې ده: حکومت ولې په پیل کې بندیان خوشې نه کړل؟ اوس یې ولې خوشې کوي؟ څه بدل شوي چې حکومت طالب بندیان خوشي کوي؟
که څه بدل شوي نه وي، نو بیا خو دا مانا لري چې حکومت ته د زرګونو افغانانو وینې مهمې نه وې او نه اوس مهمې دي.
سرمقاله کې راغلي، حکومت د طالب بندیانو له خوشې کولو په بېلابېلو پلمو انکار کاوه، خو له امریکايي فشارونو وروسته حاضر شول چې نږدې څلور زره بندیان خوشې کړي او اوس ښايي پاتې زر نور بندیان هم خوشي کړي، خو وخت به اخلي.
د سرمقاله لیکونکي په وینا ،له بله اړخه طالبانو هم د بندیانو خوشې کول دومره جدي نیولي چې د جګړې دوام ته یې لاره پرانیستې ده.
د ورځپاڼې په باور، د جګړې دوام او د بین الافغاني خبرو په پیل کې خنډ نور په واضح ډول له ولس سره دښمني او د جګړې د دوام غوښتنه ده.
سرخط
سرخط ورځپاڼې د امريکا د استخباراتي ادارې له قوله لیکلي، د روسيې حکومت طالب مشرانو ته پيسې ورکړي او د اجيرو قاتلانو په توګه يې دندې ورسپارلې چې په افغانستان کې امريکايي او بريتانوي سرتېري په نښه کړي.
وړاندې راغلي چې، روسيې دغه کار څو مياشتې مخکې په پټه کړی دی، خو د امريکا استخبارات ورباندې خبر شوي دي.
ورځپاڼې د سرچینو له قوله لیکلي، دا کار هغه وخت شوی دی چې هم مهاله طالبان له امريکا سره په خبرو بوخت وو.