ټولو ته د حضرت امام علي نقي (ع) نېکمرغه ميلاد مبارک شه
(last modified Wed, 05 Aug 2020 03:24:24 GMT )
Aug 05, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • ټولو ته د حضرت امام علي نقي (ع) نېکمرغه ميلاد مبارک شه

نن د ذي الحجې يا لوے اختر د مياشتې پينځلسمه نېټه د امامت او ولايت د آسمان د لسم ځلانده ستوري حضرت امام علي النقي (ع) د ولادت کليزه ده.

حضرت امام علي نقي (ع) په ۲۱۲ هجري قمري کال کښې له مدينې ښار سره نزدې دنيا ته راغے او د خپل پلار حضرت امام محمد تقي (ع) له لارښونې لاندې وګرځېد او د پلار له شهادته وروسته يې د اسلامي ټولنې د امامت او مشرۍ ذمه واري په غاړه واخېسته.

د دغه قدرمن امام يو لقب هادي يعنې هدايت کونکے دے.

امام هادي (ع) د حقيقي اسلام د معرفي کولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړې او د مختلفو عقيدتي، فکري او اجتماعي مسائلو په باره کښې به يې د ګڼ شمېر غونډو په جوړولو سره د خلقو مطرح شويو پوښتنو او شبهاتو ته ځوابونه ويل.

د علم او ادب ګڼ شمېر مشران به وخت په وخت امام علي نقي (ع) ته راغونډېدل او د هغه حضرت د علم او پوهې له بې پايانه سمندر څخه به خړوبېدل.

مونږ د خوشحالۍ په دې موقع د نړۍ ټولو مومنانو، مسلمانانو په تېره بيا د پاکو اهلبيتو عليهم السلام مينه والو او تاسو قدرمنو دوستانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.