د ماشې له مېکانېزمه د امريکې له استفادې سره د اروپائي اتحاديې مخالفت
(last modified Mon, 17 Aug 2020 11:40:39 GMT )
Aug 17, 2020 16:10 Asia/Kabul
  • د ماشې له مېکانېزمه د امريکې له استفادې سره د اروپائي اتحاديې مخالفت

د ايران د وسلو د بنديز چې ټاکل شوې ده د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق د روان ميلادي کال په اکتوبر کښې ختم شي د دوام په باره کښې د خپل وړانديزي پرېکړليک تصويب ته رسولو کښې د امريکې څرګندې ماتې واشنګټن له يوې بلې حربې يعنې د ماشې له مېکانېزم څخه استفادې ته مجبور کړے دے، خو د واشنګټن اروپائي انډيوالانو له دغې چارې سره هم مخالفت کړے دے.

اروپائي اتحاديې پرون وويل چې امريکه نه شي کولې له هغې لارې څخه چې د ماشې مېکانېزم ورته ويل کيږي او په ۲۰۱۵ کال کښې د برجام په ايټمي موافقه کښې اټکل شو د ايران په خلاف نوي نړيوال بنديزونه  ولګوي. د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل وياند وويل، هغه څه ته په پام سره چې امريکه د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له برجام ايټمي موافقې په يو اړخيزه توګه ووتله او له دې وروسته يې هم له برجام سره اړوند په هيڅ  پروګرام او فعاليت کښې ګډون نه دے کړے نور دغه هېواد د دغې موافقې غړے نه شي ګڼل کېدې او په همدې وجه امريکه نوره په داسې مقام کښې نه ده چې له داسې لارو چارو استفاده وکړې  چې په برجام کښې د ګډون کونکو لپاره په نظر کښې نيول شوې دي.

د اروپا روڼه او شفافه دريځ نيونه د ايران په خلاف د واشنګټن د ګواښونو د عملي کېدو په زمينه کښې د هغه د ناکامۍ يوه بله مرحله ګڼلې شوو. د امنيت په شورا کښې د واشنګټن د نظر وړ پرېکړليک په تصويبولو کښې د هغه له ماتې وروسته د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وعده ورکړه چې په رونه هفته کښې به د ماشې د مېکانېزم د فعالولو يعنې د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو د بيا او آټومېټکه توګه اجرا لپاره  کوشش کوي.

ټرمپ د برجام له ډېرو سختو نيوکه کونکو څخه ؤ او بالاخره د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې يې امريکه له دغې موافقې ووېستله، خو واشنګټن د خپل فرصت غوښتونکې پالېسۍ په چوکاټ کښې هر کله چې يې ګټې تقاضا کوي د ماشې د مېکانېزم په شمول په برجام کښې له واضح کړې شويو حقوقو څخه د برخورۍ ادعا مطرح کړې ده. دا مسئله اوس د ايران د وسلو د بنديز د تمديد په باره کښې د ټرمپ د حکومت په ادعا ګانو کښې راڅرګنده شوې ده.خو دغه مسئله د څلور جمع يو ډلې له ختيځ او لويديځ اړخونو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

خو هغه څه په اوسني وخت کښې د امريکې د حکومت لپاره د لا زياتې  شرمندګۍ او سرټيټۍ سبب شوي دي چې حتی د واشنګټن اروپائي انډيوالانو هم د ماشې له مېکانېزم څخه د استفادې د حق په باره کښې د هغه ادعا نه ده منلې او په ډاګه يې مخالفت ته راپاڅېدلي دي.

د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل په دې اړه ويلي دي چې امريکه له برجامه وتلېده او اوس ادعا نه شي کولې چې ګني اوس هم د دغې موافقې يوه برخه ده چې ترې په استفادې سره په ايران باندې د وسلو بنديزونه ولګوي. دا چاره حتی د اروپائي انډيوالانو ترمېنځ د امريکې د نفوذ او اقتدار د نيشتوالي او په نړيواله سطح د ګوښه کېدو او يوازې توب په معنا ده.

په عين حال کښې د ټرمپ د حکومت په پالېسۍ د نيوکو بهير د امريکې په داخل کښې د ايران د وسلو د بنديز د دوام په بحث کښې زيات شوي دي. په دا ډول چې حتی د ټرمپ د حکومت مخکښېنو چارواکو هم د دغه ناکامه پالېسۍ د دوام د منفي اثراتو يادونه کړې ده.

په عين حال کښې ځينو نيوکه کونکي د ايران د وسلو د بنديز د تمديد په لړ کښې د خپلې وعدې د پوره کولو لپاره د ټرمپ د حکومت د عجيبه ټينګار د دليل په باره کښې باوري دي چې ټرمپ د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې کوشش کوي چې د يو نوي سياسي مشکل په پېدا کولو سره د امريکې په دننه کښې د خپل محبوبيت په سخت کمښت او سياسي مشکلاتو باندې پرده واچوي او په دې طريقې سره د روان ميلادي کال په نومبر کښې د بيا غوره کېدو لپاره خپل چانس زيات کړي. دغه مسئله د امريکې د ډېموکرېټانو د پام وړ ګرځېدلې ده او هغوي هم د ايران په وړاندې د خپلې اوسنۍ پالېسۍ د دوام لپاره د ټرمپ ټينګار هم تر پوښتنې لاندې راوستلےدے.

په دا ډول داسې ښکاري چې د ټرمپ حکومت د خپلو ايران مخالفه هلو ځلو د نوې مرحلې يعنې د ماشې له مېکانېزم څخه د استفادې د مرحلې په مخ بيائلو لپاره نه يوازې د څلور جمع يو ډلې د ټولو غړيو له سخت مخالفت سره مخامخ دے بلکه د امريکې په داخل کښې هم د ټرمپ د دغې ادعا ملاتړے نشته.

-------

 

ټیګونه