عربستان پټ اټومي پروګرام ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92361-عربستان_پټ_اټومي_پروګرام_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې یوشمیر غړیو ولسمشر ټرمپ ته د سعودي عربستان د اټومي او د توغندوي پروګرامونو په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2020 06:18 Asia/Kabul
  •  عربستان پټ اټومي پروګرام ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې یوشمیر غړیو ولسمشر ټرمپ ته د سعودي عربستان د اټومي او د توغندوي پروګرامونو په هکله خبرداری ورکړ .

د امریکا دغو سناتورانو چې د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوند غړي دي په یوه (۱)لیک کښې د دغه موضوع په هکله په مشرانو جرګې کښې د غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .

د امریکا د مشرانو جرګې غړیو په داسې حال کښې له ولسمشر ټرمپ غوښتي دي چې د سعودي عربستان د اټومي او د توغندوي پروګرام په هکله په جدیت سره عمل وکړي چې د جولاۍ د میاشتې په پینځویشتمه (۲۵) نیټه وال سټریټ جورنال ورځپاڼې ادعا وکړه چین د زیړو کیکونو (yellow cakes )د تولیدولو لپاره د تاسیساتو په جوړولو کښې له سعودي عربستان سره مرسته کړي ده او دغه تاسیسات د عربستان په شمال لویدیځ کښې په «العلا »لیرې پرتې سیمې کښې واقع دي .

څرنګه چې سعودي عربستان د دغه موضوع د پټ ساتلو هڅه کړي ده تراوسه معلومه نه ده چې دغه تاسیستات کله جوړ شوي دي خو نښې نښانې د دې ښودنه کوي چې سعودي عربستان اټومي وسلو د لاسرسي او د اټومي وسلو د پراختیا لپاره د خپل اټومي پروګرام د پرمخ بیولو په حال کښې دی .