ورځپاڼو ته کتنه ۱۵-۶-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل: ایران د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د چارلي اېبډو فرانسوي خپرونې سپکاوے په کلکه وغندۀ. د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده د فرانسوی خپرونې چارلي اېبډو لخوا د اسلام د ګران پیغمبر ص د سپکونکیو انځورونو خپرول په کلکه وغندل . ده جوته کړه د اسلام ګران پیغمبر (ص) او نورو الهی پیغمبرانو ته هر ډول سپکاوے او بی احترامي په هیڅ وجه د منلو نده . د ایران د خارجه وزارت ویاند جوته کړه د فرانسوي خپرونې سپکونکی اقدام چی د بیان د ازادۍ په بهانه تکرار شوے دے ، د دنیا د موحدانو د احساساتو د داغدارېدو ، یو لمسونکی اقدام ، اسلامی ارزښتونواو څه د پاسه یو میلیارډ مسلمانانو عقیدو ته سپکاوے دے .
ورځپاڼې همدارنګ د ايران د قم مقدس ښار علميه حوزې د مدرسينو د ټولنې د بيانيې په حوالې سره وليکل: د قرآن مجيد سپکاوے د آزادۍ ذبح کول او د عقيدې نابودول دي.
د قم د علميه حوزې د مدرسينو ټولنې د قرآن مجيد او د پېغمبراکرم (ص) په شان کښې د سپکاوي په غندلو سره تاکيد وکړ، د عقيدې د آزادۍ په بهانه د قرآن مجيد سپکاوے په حقيقت کښې د آزادۍذبح کول او له جنايته په ډکې طريقې سره د عقيدې ټوټې ټوټې کول دي.
د تهران چاپ ايران ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل:
د ايران او پاکستان خارجه وزيرانو د دوه اړخیزو تعلقاتو په پراختیا تاکيد وکړ.
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خپل پاکستانی همسنګ شاه محمود قریشی سره په ټیلي فوني تماس کښې له دوه اړخیزو تعلقاتو سره اړونده موضوګانو ، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د ګډ کمیشن ، د شانګهاي د ملګرتیاتنظيم ، په افغانستان او همدارنګ کشمیرکښې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه .
د ایران خارجه وزیر همدارنګ له کرونا وائرس د پاکستان د خارجه وزیر په ښه کیدو د خوشحالۍ په څرګندولو سره په سند صوبه کې د سیلاب د پیښې په اړه له د پاکستان له حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده کړه.
---------
د تهران يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې وليکل: په ماسکوکښې د ايران سفير او د روسيې د نېغ په نېغه پانګونې د صندوق مشر د کورونا د وېکسينو او درملو د توليد لپاره د ګډې ملګرتيا د طرحې د اجرائي کېدو په ضرورت تاکيد وکړ.
جلالي د ايران پاستور انسټي ټيوټ او د روسيې د ګامالي ملي مرکز ترمېنځ د وېکسينو او درملو د کار ډلې د دوو غونډو نتائجو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه، هرڅومره چې زر وي د روسيې د نېغ په نېغه پانګونې د صندوق په ملګرتيا سره د کوييډ نولس نومې بيمارۍ د وېکسينو د ګډو توليد بهير شروع شي.
د روسيې د نېغ په نېغه پانګونې د صندوق مشر هم په خاصه توګه د کوييډ نولس نوومې بيمارۍ د وېکسينو په زمينه کښې د تهران او ماکسو په ملګرتيا د خوښۍ په څرګندولو سره وويل،د ايران په ملګرتيا سره په ګڼ شمېر کښې د وېکسينو تولید به ډېر زره د دغه صندوق په اېجنډا کښې شامل شي.
------------
جام جم ورځپاڼې بيا وليکل: روغتیائي هداياتو ته په پام سره په ایران کښې نوے تعلیمي کال شروع شو. د مراسمو په ابتداء کښې، د ایران د ښوونې او روزنې وزیر "محسن حاجی میرزائي" د دغه وزارت د کړنو او د هغه تدبیرونو او اقداماتو چې د نوي تعلیمي کال لپاره یې د کوروناد تېرو ورځو په اړه رپوټ وړاندې کړ او بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "حسن روحاني" وینا وکړه.
په ایران کښې د زده کړې نوی کال د تیرو کلونو په پرتله دوه اونۍ مخکې شروع شو دې لپاره چې په هیواد کې د کورونا د ناروغۍ د خپریدو وروسته د تیر کال تعلیمي کمښت پوره کړي.
----------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته راوګرځوو،په سر کښې هم جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو چې يې ليکلي دي: د پاکستان وزيراعظم عمران خان د خپل اطلاعاتو د خاص مرستيال ريټائر جنرل عاصم سليم باجوه استعفی ونه منله او ورته يې د خپل کار جاري ساتلو حکم ورکړ، د ورځپاڼې په قول عمران خان وويل، ځينې خلق کوشش کوي چې د حکومت او فوځ ترمېنځ تعلقات خراب کړي خو هغوي تر اوسه په دې کښې نه دي کامياب شوي او نه به آئنده کامياب شي.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان پيپلزپارټۍ مشر بلال بوټو زرداري د وزيراعظم عمران خان لخوا د کراچۍ د ترقۍ لپاره د اته سوه دوه اربه روپو د پېکج د اعلان په هرکلي سره وويل داسې ښکاري چې وزيراعظم دا ځل د کراچۍ په اړه سنجيده شوےدے.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان د تعليم وزير وويل که په هېواد کښې د کورونا حالات ښه وو نو د ستمبر له پينځلسمې نه تعليمي ادارې خلاصې شي او همدارنګ ټولې ادارې به د ستمبر له دېرشمې نه پرانستل شي.
--------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په خپله شه سُرخۍ کښې وليکل، په سوات سيمه کښې د سېلابونو له ورانکاريو وروسته ټول سړکونه او پُلونه بيا بحال شول او همدارنګ سېلاب ځپلو خلقو ته د نغدو پېسو چېکونه ورکړې شول. د خبر له مخې دغه فېصلې د سوات سېلاب ځپلو سيمو ته د خېبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلی محمود خان د دورې په وخت اوشوې.
---------
دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې ،کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې کېدونکي بین الافغاني خبرو اترو د ځنډېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې، په دوحه کې د سولې خبرو اترو د ځنډېدو په تړاو خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.
وړاندې په سر مقاله کې راغلي، د خبرو د ځنډېدو یو لامل په ظاهره کې تخنیکي ستونزې یادې شوي خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، چې یو شمېر طالب چارواکي د سفر کافي اسناد او مدارک نه لرل نو ځکه دا خبرې وځنډېدې.
ورځپاڼه لیکي، چې اوس د سولې د خبرو د پیل لپاره هېڅ ډول پلمه نه ده پاتې او که چرې طالبان بیاهم د خبرو له پیل انکار کوي دا ثابتوي چې طالبان د خبرو واک او اختیار نه لري.
--------
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، د سولې لپاره د خورا خطرناکو زندانيانو په ازادولو سره حکومت وښوده چې دې پروسې ته ژمن دی.
هېواد هم ټینګار کړی، چې نور نو طالب ډلې او نورو سياسي مخالفينو ته هېڅ کومه پلمه نه ده پاتې چې هغوی دې بيا هم د سولې د خبرو وخت وځنډوي او يا دې له دې لړۍ په شا شي.
وړاندې دا ډاډ هم ورکړل شوی چې د سولې لپاره يوازې او يوازې خبرې کېږي او پر نظام او ملي ګټو په کې معامله په هېڅ توګه د منلو نه ده.
ورځپاڼې دغه شان لیکلي ، چې دا خبره ځکه مطرح کوي چې د افغانستان نظام، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام دی او دا نظام بايد پياوړی شي ځکه دا د ولس په رايو رامنځته شوی او نړيواله ټولنه يې ملاتړې ده.
سرمقاله کې ټينګار شوی چې د بل د ګټو لپاره د سولې په بدل کې پر نظام او ملي ګټو معامله په هېڅ توګه ملت ته د منلو او زغملو نه ده او دا ځکه چې نور نظامونه دا ملت سره يو موټی نه شي ساتلی.
لیکوال، طالب ډله د افغانستان يوه برخه بللې او لیکلي، هغوی هم په اوسني نظام کې حق لري چې راګډ شي او وبه کتل شې چې د ملت او هېواد لپاره څه کولی شي.
--------
ویسا ورځپاڼې په مذاکراتو کې د ځينو مهمو ټکو په پام کې نیولو ټینګار کړی.
ورځپاڼې لیکلي، دواړه مذاکراتي پلاوي باید د افغانانو هېلې او تېرې ناخوالې په نظر کې نیولو سره د ملي ګټو پر بنسټ خپلواکه پرېکړه وکړي.
بله مسئله چې ورځپاڼې پرې ټينګار کړی هغه د دې پروسې مدیریت دی.
ورځپاڼې لیکلي، د خبرو اخوا دواړه لوري باید متوجه واوسي چې د سولې له راوستلو او د سولې موافقې وروسته مرحله مدیریت کول ډېره مهمه او نازکه مرحله ده.
سرمقاله لیکوونکي دغه شان اندېښنه ښودلې، چې په دغه پړاو کې کېدای شي د بهرنیانو په لمسون په طالبانو کې ناراضي او د جګړې د دوام غوښتونکي ګروپونه سر اوچت کړي چې دا بهیر به له ننګونو سره مخ کړي.
----