روسیې د ترهګرو د خوځښتونو په هکله خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال وايي د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړ جبهه النصره ترهګره ډله ځان د سوریې په ادلب ولایت کښې د کیمیاوي خوځښتونو د ترسره کولو لپاره چمتو کوي .
د روسیې د غږملونکي مرکز مشر السکاندر ګرنکویچ وویل د دغه مرکز د اطلاعاتو پراساس جبهه النصره ترهګره ډله ځان چمتو کوي په ادلب کښې د تاوتریخوالي د کمولو په نوم سیمه کښې له زهرجنو موادو په استفادې سره یوشمیر خوځښتونه ترسره کړي .
د روسیې دغه چارواکي وویل ترهګرو پلان جوړ کړی دی چې د خارجي خبریالانو په مشارکت سره په جبل الزاویه سیمه کښې لمسونکي اقدامات ترسره کړي چې وروسته د سوریې په پوځ د تور په لګولو سره ضبط شوي فیلمونه په رسنیو کښې خپاره کړي .
د سوریې لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو جعلي خبرونه تل د دغه هیواد په خاوره باندې د امریکا او د هغې د متحدانو د پوځي حملو او د لاسوهنو او د سوریې په اقتصادي او پوځي بیخ بنایانو باندې د بمباریو لپاره یوه (۱) پلمه ده .
امریکا ، سعودي عربستان او د دوې ملګري په سوریې کښې د ترهګرو په ماتي سخت اندیښمن دي .