د کویډ۱۹ له امله راتلونکي کال المپیک سیالۍ په ټوکیو کې ترسره کېږي
(last modified Wed, 23 Sep 2020 07:45:35 GMT )
Sep 23, 2020 12:15 Asia/Kabul
  • د کویډ۱۹ له امله راتلونکي کال المپیک سیالۍ په ټوکیو کې ترسره کېږي

د المپیک نړیواله کمېته وايي، د کرونا ویروس له وبا سره سره به د المپیک سیالۍ راتلونکی میلادي کال په توکیو کې کېږي.

د المپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر جان کوټس نن دوشنبه د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، که کویډ۱۹ ناروغي وه که نه، دغه سیالۍ به کېږي.
د المپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر جان کوټس ډاډمن دی، چې د المپیک د دوبي سیالۍ به راروان میلادي کال د جاپان په توکیو ښار کې کېږي.
ښاغلی کوټس چې د توکیو د سیالیو لپاره د همغږۍ د کمېسیون مشري هم کوي نن په مرکه کې وویل، دغه سیالۍ به پر خپله ټاکلې نېټه، د ۲۰۲۱میلادي کال د جولای پر ۲۳ مه پیلېږي.
هغه راروانې لوبې پر کویډ۱۹ ناروغۍ د غلبې سیالۍ وبللې.
په پام کې وه د ۲۰۲۰میلادي کال سیالۍ د جولای له ۲۳مې پیل د اګسټ تر اتمې نېټې دوام وکړي، خو د کرونا ویروس وبا دا پلان ګډوډ کړ او سیالۍ یو کال وځنډول شوې.
جاپاني چارواکو له مخکې ویلي، چې دوی به دغه سیالۍ تر ۲۰۲۱میلادي کال هاخوا بیا ونه ځنډوي.

 

ټیګونه