د اړیکو او ملګرتیاؤ په پراختیا باندې د روسیې او ایران ټینګار
(last modified Fri, 25 Sep 2020 08:53:06 GMT )
Sep 25, 2020 13:23 Asia/Kabul
  • د اړیکو او ملګرتیاؤ په پراختیا باندې د روسیې او ایران ټینګار

روسیه د ۴+۱ ډلې د یوې غړې په توګه د برجام په نامه ایټمي موافقې د دوام غوښتونکې ده او د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په چوکاټ کښې د ایران خلاف د امریکې غلیمانه کړچار یې غندلې دی.

روسیه د ۴+۱ ډلې د یوې غړې په توګه د برجام په نامه ایټمي موافقې د دوام غوښتونکې ده او د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په چوکاټ کښې د ایران خلاف د امریکې غلیمانه کړچار یې غندلې دی. اوس ماسکو په هغو هیوادونو باندې د بندیزونو لګولو په هکله د واشنګټن د وروستي ګواښ سره سره چې له ایران سره تجارتي، اقتصادي او وسله والې راکړې ورکړې لري، د دغو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.

د ستمبر په ۲۴مه (پرون) ماسکو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د سفر په دوران کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره له دوه ساعتیزې کتنې وروسته دواړو لورو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ. ظریف له لاوروف سره په ګډې خبري غونډې کښې د دواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په نغوتې سره، د ایران او روسیې د ملګرتیاؤ مخ په پراختیا بهیر ته هم اشاره وکړه.

هغه مهم ټکې چې ظریف پرې ټینګار وکړ، د روسیې مهم رول او د امریکې له خرابونکو هلوځلو سره مقابله او د ایران خلاف بندیزونو سره په مخالفت کښې په امنیت شورا کښې د اجماع رامینځته کول وو چې د دغې شورا له ۱۵ غړو څخه دیارلسو د واشنګټڼ له غوښتنې سره مخالفت وکړ.

هغه څرګنده کړه: امریکې ماتې خوړلې ده او روسیې او چین په دې کار کښې ډیر مهم رول درلود. مونږ د روسیې د رول قدردانه یو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم په ماسکو کښې له خپل ایراني همرتبه سره د کتنې پر مهال وویل: روسیې به هیڅکله خپل سیاست د امریکې د یرغلیزو او غیرقانوني غوښتنې مطابق برابر نه­کړي.

په حقیقت کښې روسیې او چین د ۴+۱ ډلې د ختیځو غړو په توګه په ایران باندې د وسلو د بندیزونو د تازه کولو په لړ کښې چې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې د روان ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه پاې ته رسي، د واشنګټن له غوښتنې سره په کلکه مخالفت کړی دی. لاوروف په دې هکله ویلي چې د اکتوبر په اتلسمه نیټه به د ایران خلاف د وسلو د پیرپلور بندیز ختم شي. په هم دې وجه واشنګټن د ګواښ د کړنلارې په غوره کولو سره وویل، هر هیواد چې د وسلو د بندیز په شمول د ایران خلاف د نړیوالو بندیزونو خیال ونه ساتي، له امریکې سره به د اقتصادي او تجارتي اړیکو حق به ونه لري.

د امریکې د خارجه وزارت ویاندې مورګن اورتګاس په دې هکله وویل: هر هیواد چې له امریکې سره تجارتي او سوداګري اړیکې لرل وغواړي، باید د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د بندیزونو پیروي وکړي. خو په عین حال کښې دغه ګواښونه د ویرې یا د امریکې د غوښتنې د خیال ساتلو لامل نه دي ګرځیدلې، د صربیا د سیاسي شناندي بوشکو یاکشیچ په وینا، د هغو بانکونو او شرکتونو د ګواښلو لپاره د ټرمپ کوشش بیخي عبث و کوم چې د ایران لپاره یې د وسلو د اخیستو امکان برابر کړی دی او یا د ایران د ایټمي او توغندوي پروګرامونو ملاتړ کوي.

د واشنګټن د دغه ګواښ په مقابل کښې ماسکو پریکنده دریځ غوره کړې او د تهران د بایکاټ کولو په لړ کښې د امریکې ګواښ او د هغه یوازې کولو کوششونه یې رد کړي دي. راوروف له ایران سره له اړیکو د هیوادونو د منع کولو لپاره د امریکې حکم چلونکي کړچار ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې وروستي ګواښونه دا حقیقت تاییدوي چې واشنګټن غواړي د ظریفو او ماتیدونکو شیانو په پلورنځي کښې د یو فیل(هتي) په شان کړچار ولري، زما په خیال د امریکې د اوسني حکومت سفارتي مهارتونه د تل لپاره له مینځه تللي دي.

د امریکې له ګواښونو سره سره روسیه لاهم د ایټمي انرجۍ د برخې په شمول له ایران سره خپلو ټولو اقتصادي ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي. هم داشان ښايي روسیې نیت لري چې د ملګرو ملتو د وسلو د بندیزونو له ختمیدو وروسته له ایران سره خپلې پوځي ملګرتیاوې لازیاتې کړي. له ایران سره د اړیکو او ملګرتیاؤ په پراختیا باندې د ماسکو د حکومت ټینګار په حقیقت کښې د ټرمپ د حکومت د ایران ضده جګړې د ماتې یوه بله نښه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد دراني

 

ټیګونه