امريکې په بغداد کښې د ايران سفير او څو ايراني ادارې بائيکات کړې
(last modified Fri, 23 Oct 2020 01:08:31 GMT )
Oct 23, 2020 05:38 Asia/Kabul
  • امريکې په بغداد کښې د ايران سفير او څو ايراني ادارې بائيکات کړې

د امريکې د خزانې وزارت نن سحر په بغداد کښې د ايران سفير او پينځه ايراني ادارې د بنديزونو په لېسټ کښې شاملې کړې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکې د خزانې وزارت نن د ايران په وخت سحر وختي په بغداد کښې د ايران سفير ايرج مسجدي د بائيکاټونو په لېسټ کښې شامل کړ.

د امريکې د خزانې د وزارت په بيانيه کښې د هغه د بائيکاټ بهانه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر له قدس ځواک سره د هغه تعلق بللے دے.

واشنګټن همدارنګ په يو بل اقدام کښې

«بيان رسانه گستر»، «اتحاديه بین‌المللی رسانه‌های مجازی»،  «اتحاديه راديو و تلويزيون ‌های اسلامی» ، سپاه قدس او سپاه پاسداران انقلاب اسلامی نومې پينځه ادارې د امريکې په انتخاباتو کښې د لاسوهنې په بهانه بائيکات کړې.

د واشنګټن دا اقدام په داسې حال کښې دے چې په سېنټ کښې د ډېموکرېټ اقليت مشر چارلس شومر او د امريکې د کانګرس مشرې نېنسي پلوسي پرون په انتخاباتوکښې د ايران د لاسوهنې په اړه د امريکې د ملي استخباراتود مدير له ادعا سره مخالفت وکړ.

د امريکې د ملي استخباراتي ادارې مدير جان رېټکليف ايران او روسيه د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د مداخلت لپاره په هلوځلو تورن کړي دي.

 

ټیګونه