د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکي مبهم انتخابات
په امریکا کې اوسني سیاسی تاؤتریخوالي ، د ولسمشرۍ د انتخاباتود معمول پیچلتیاؤ ته ورزیاتې شوي دي . ټرمپ په کرتو وئيلی دي ، چې یا په انتخاباتو کې بریالی کیږي یا په انتخاباتو کې درغلي شوي ده .
د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو د سیالیو دتر ټولو وروستۍ اونۍ په درشل کې ،په دغه هیواد کې د ۲۰۲۰کال دانتخاباتو دبریالي داټکل لپاره د نظر سنجۍ ترسره کونکو موسیسو فعالیتونه ډير زیات شوي دي .
په وروستیو شپو ورځو کې د نظرسنجۍ زیاتره موسیسو د ډیموکراټانو د کاندید جوبایډن په مقابل کې د جمهوری غواړو د کاندید ډونالډټرمپ واټن په تیره بیا په صحنې مشهورو حساسو ایالتونو کې د دواړو کاندیدانو واټن څو فیصده دکمیدا خبر ورکړی دی . په عین حال کې تر دې دمه جوبایډن د امریکا په سویه په ملی نظر سنجیو کې کابو اته فی صدي برلاسه ترلاسه کړی دی .
په عین حال کې دټرمپ په وړاندې د بایډن برلاسی حتی دنومبر په دریمه نیټه دراي اخستنې له ختمیدا تر مخکې یوې مخکې پورې برلاسی ، د جمهوری غواړو پر کاندید د ډيموکراټانو د کاندید دبریالیتوب ضمانت ورکونکی نه دی . ځکه چې ممکنه ده ، د ۲۰۱۶کال په څير د ډ يموکراټانو کاندید لازیاتې ولسی رائې ترلاسه کړي ،خو په نهایت کې ، دا دجمهوری غواړو کاندید کیدلی چې د الیکټرال رایو په برلاسي باندې په تکیې سره د راتلونکو نورو څلورو کلونو لپاره په سپينې ماڼۍ کې پاتې شي .
البته په امریکا کې اوسني سیاسی تاؤتریخوالي ، د ولسمشرۍ د انتخاباتود معمول پیچلتیاؤ ته ورزیاتې شوي دي . ټرمپ په کرتو وئيلی دي ، چې یا په انتخاباتو کې بریالی کیږي یا په انتخاباتو کې درغلي شوي ده . په بله معنا ، که ټرمپ چورلټ بریالیتوب ترلاسه نه کړي ، نو دجمهوری غواړو انتخاباتي کمیشن به په انتخاباتو کې د درغلۍ په پلمه په تیره بیا د پُستي انتخاباتو دبهیر تر پوښتنې لاندې په وروستو سره ، موضوع عدالت ته وکاږي . دانتخاباتي شکایتونو دمحکمې دبهیر پاي به هم دفیډرل لوړ عدالت وي ، هغه اورګان چې پکې دشمیر له پلوه زوړ پال یا محافظه کار قاضیان زیات دي . داسې ښکاري ،ټرمپ په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره د فیډرال د لوړې محکمې د قاضیانو پر رایو تکیه کړې ده .
خو که دالیکټرال کالج رائ د جمهوری غواړي او ډیموکراټیک دوو کاندیدانو ترمینځ داسې وویشل شي ، چې هیڅ یو لږتر لږه دوه سوه اویا رای ونه ګټل شي ، نو د امریکا د ورپسې ولسمشر د ټاکلو مسئولیّت به د کانګرس په غاړه شي . په دغه حالت کې حتی په ورپسې کانګرس کې د ډيموکراټانو د شمیر له پلوه د استازو له زیاتوالي سره سره دبریالیتوب لپاره د ټرمپ دکامیابۍ چانش زیات دی . ځکه هر یو ایالت به د راي داخستو په وخت یوازې یوه رایه ولري او ایالتونه به د ډيموکراټو استازو په اکثریّت سره له ایالتونو څخه د جمهوری غواړو استازو په اکثریّت سره ایالتونه لازیات وي .
په هر حال ، د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نظام ډيرو پيچلتیاؤ ته په پام سره د نظر غوښتنو په اساس ئې د نتیجو هر ډول اټکل تقریبا ناممکن دی. په عین حال کې داسې بریښي یوه موضوع به قطعي وي او هغه دا چې د ۲۰۲۰کال انتخابات به له ډيرو زیاتو واټيزو اعتراضونو او تاؤتریخوالو سره یو ځاي وي . له همدااوسه د امریکا په ځينو ایالتونو او ښارونو کې کې ددغه هیواد دولسمشرۍ د انتخاباتو دنتیجو په ضد د واټونو داعتراضونو د مخنیوي لپاره امینتی تابیاوې سختې شوي دي . حتی په ځينو سیمو کې دنومبر په دریمه نیټه د انتخاباتو په ورځ، د رایو د اخستو د مرکزونو په شاوخوا کې ، د وسله په لاس کسانو شتون منع کړائ شوی دی . ددې پشمول دټرمپ جنجالي څرګندونې چې له بایډن سره ئې په لومړنۍ مناظرې کې وسله په لاس ډلو ټپلو ته په خطاب کې وئيلي دي ؛ په څنګ کې ودریږئ او په تمه ووسئ ،په څير جمله ، د امریکا انتخابات د بلواؤ په لور د کاږلو لپاره یوه اشاره بلل شوې ده .
دې ته په پام سره چې په وروستیو کلونو کې د داخلی او بهرنیو لاسوهنو په وړاندې د انتخاباتو سلامتیا او امنیت تر پوښتنې لاندې ورغلی ، داسې ښکاري ، د ۲۰۲۰کال په انتخاباتو کې ماته خوړلی سیاسی بهیر ، نتیجې په آسانۍ سره نه مني او واټيزو بلواؤ ته مخه کوي ، یوه داسې موضوع چې ممکنه ده د امریکا په څو ډوله ټولنې کې غمیزه رامینځة کونکي شي .