د آسټریا حکومت په دغه هیوا کې یو شمیر جوماتونه بندوي
په همداوروستیو کې په امریکا او اروپائي هیوادونو کې یو شمیر شکمنې ترهه ګرې پيښې شوي چې کارپيژاندي وائي دغه شکمنې ترهه ګرې پيښې ځيني کړۍ په اسلامی ټولنې پورې تړي ، حال دا چې په اسلامی تعلیماتو کې د نورو بې ګناه انسانانو وینه بهول حرام دي .
فرانس پریس آژانس راپورورکړی، د آسټریا حکومت نیّت لري په ویانا کې دتیرې اونۍ د ترهه ګرو حملو په پلمه ددغه هیواد ځیني جوماتونه وتړي .
د تیرې دوشنبې په شپه په ویانا کې په یو شمیر ځایونو کې ډزې شوي چې دآسټریا رسندویو وئیلي دي ، یو شمیر وسلوالو کسانو په ویانا کې په شپږو ځایونو کې حملې کړي دي .
په دغو ترهه ګرو حملو کې لږتر لږه پنځه کسان وژل شوي او کابو ۲۵نور ټپیان شوي وو .
د آسټریا پولیسو څلور هغه ترهه ګر چې په دغو عملیاتو کې ئې لاس درلود، نیولي هم دي .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې په امریکا او اروپائي هیوادونو کې یو شمیر شکمنې ترهه ګرې پيښې شوي چې کارپيژاندي وائي دغه شکمنې ترهه ګرې پيښې ځيني کړۍ په اسلامی ټولنې پورې تړي ، حال دا چې په اسلامی تعلیماتو کې د نورو بې ګناه انسانانو وینه بهول حرام دي .