د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ شخړه :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94043-د_امریکا_د_ولسمشرۍ_په_انتخاباتو_کښې_د_درغلۍ_شخړه
د وخت په تیریدا سره سوکه سوکه د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د اچولو او د رایو د شمیرلو په سیسټم کښې د درغلۍ ، لاسوهنې او د یا غلطۍ نښې نښانې ښکاره کیږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 07, 2020 15:37 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ شخړه :-

د وخت په تیریدا سره سوکه سوکه د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د اچولو او د رایو د شمیرلو په سیسټم کښې د درغلۍ ، لاسوهنې او د یا غلطۍ نښې نښانې ښکاره کیږي .

د امریکا د میشیګان ایالت چارواکو منلي ده چې په په ماشینونو سره د رایو د شمیرلو په بهیر کښې د ډونالډ ټرمپ کابو پینځه زره (۵۰۰۰) رایې د جوبایډن په نوم حساب شوي دي .

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني هم ادعا کړي ده په پنسلوانیا ایالت کښې د یویشت زره (۲۱۰۰۰) مړو کسانو نومونه د رایې ورکونکو په فهرست کښې دي چې احتمالا صندوقونو ته د اچول شویو رایو په زمینه کښې تائید شوي دي .

له تیرو څو ورځو راهسې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ او د لاسوهنې موضوع په دغه هیواد کښې په ستر کړکیچ بدله شوي ده  .

ولسمشر ټرمپ له تیرو میاشتو راهسې په کراتو ویلي وو ټاکل شوي ده چې په هیواد کښې د پوستې له لارې په  استول شویو رایو سره  د امریکا په تاریخ کښې ترټولو ستره درغلۍ رامینځته شي .

البته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مخالفانو او په هغه باندې د نیوکه کونکو کسانو لخوا د ټرمپ ادعاګانې په انتخاباتو کښې د احتمالي ماتي د توجیه او په انتخاباتو کښې د زیات شمیر خلکو د ګډون د مخه د نیولو لپاره یوه(۱) هڅه وبلل شوه  .

سره له دې له ډونالډ ټرمپ څخه مخکې هم په ځلونو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ ، لاسوهلو ، د انتخاباتو د مهندسي یعني  اینجنیرډ کیدا او د رایو د اچولو او د رایو د شمیرلو په سیسټم کښې د غلطیانو په هکله خبرداری ورکړل شوی و او ځینې موردونه محکمې ته هم وړل شوي وو .

د بیلګې په توګه په دوه زرم (۲۰۰۰) میلادي کال کښې معلومه شوه د رایو د شمیرلو ځینې ماشینونه د ښاریزو د رایو په شمیرلو کښې له مشکل سره مخ شوي وو او حتی وویل شو دغه غلطۍ تر یوه (۱) حده قصدي وه .

په همدې دلیل د انتخاباتو ترسره کونکي چارواکي د محکمې په حکم سره پاې بند شول چې د خلکو اچول شوي رایې په لاسونو سره وشمیري داسې بهیر چې په نهایت کښې د ځینو رایو د باطل کیدا سبب شو .

له دې په وړاندې او هم په ورپسې کلونو کښې د شخړې د رامینځته کیدا وړ موردونه شته وو خو په دې دلیل چې د انتخاباتو یوه (۱) کاندید پریکنده بریالیتوب ترلاسه کاوه رسنیو په انتخاباتو کښې د درغلۍ یا په سیسټم کښې د غلطۍ بحث ته پام نه کاوه .

په امریکا کښې د انتخاباتو د ترسره کیدا روده او د انتخاباتو په بهیر باندې د سیاسي ګوندونو د مشرانو او د کاندیدانو د سیاسي نفوذ د اعمالیدا او  په قوانینو کښې ډول ډول والی په ټول ټاکنو کښې د درغلۍ او د لاسوهنې  اصلي علت بیان شوی دی .

د بیلګې په توګه څرنګه چې په امریکا کښې انتخابات د یوه(۱) واحد قانون  پراساس نه ترسره کیږي په انتخاباتو کښې د ځايي چارواکو د نفوذ د اعمالیدا وجود زیاتیږي .

په ځلونو لیدل شوي دي چې د امریکا ډیموکراټ او ریپبلیکن ګوندونو په هغه وخت کښې چې د ایالتونو په پارلمانونو کښې یې اکثریت لاس ته راوړی دی د انتخاباتو  قوانین په دې ډول بدل کړي دي چې د خپل کاندیدانو د بریالیتوب چانس ورزیات کړي او د سیالیو کاندیدانو د بریالیتوب مخه ونیسي .

دغه اقدامات د رایو د ورکونکو د نومونو د ثبتیدا له رودې څخه پیلیږي او د رایو د ترلاسه کیدا رودې ، د رایو د اچولو د حوزو د شمیر ټاکل کیدا ، د انتخاباتو د حوزو د حریم معلومیدا او د رایو دشمیرل کیدا او د رایو د دوباره شمیرل کیدا په شان چارې پکښې شاملیږي .

په دوې کښې هر مورد په انتخاباتو باندې د نفوذ د اعمالید  ، د درغلۍ او د لاسوهنې لپاره زمینه برابروي او ماتي خوړلیو کاندیدانو ته امکان ورکوي چې د انتخاباتو پایلې تر پوښتنې لاندې ورولي .

همدا اوس د امریکا په اوسنۍ سخته  قطبي شوي ټولنه کښې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال په انتخاباتو کښې د خلکو او د الیکټرول رایو په ترلاسه کولو کښې په شاته پاتې کیدا سره سره نیت لري محکمې ته شکایت وکړی په دې هیلې سره چې د محکمې په حکم سره د انتخاباتو برخلیک بدل کړي .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د روان میلادي کال د انتخاباتو له نتیجې چې ورتیر شو هغه څه چې له بل هر شي زیات ځان ښکاره کوي د امریکا د انتخاباتو د نظام کمزورتیا او ناکارندوالی دی چې په دغه هیواد کښې د سیاسي ګډوډۍ سبب شوی دی .