د ټرمپ د زنداني کېدو احتمال ډېردی
Nov 09, 2020 02:27 Asia/Kabul
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ادم ارلي ویلي چې ښایي ډونالډ ټرمپ زنداني شي.
نوموړي له العربیه ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ ښایي ډېر ژر د زندان ژوند هم تجربه کړي، ځکه د نوموړي په خبره، هغه تر ولسمشرۍ مخکې ډېر جنایتونه کړي دي، لکه جنسي ځورونې او له مالیاتو تېښته.
ارلي د خپلو خبرو پر دوام کی ویلي، پر ټرمپ تازه تور دا دی چې د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره یې په ځانګړې شوې بودجه کې هم تغیرات راوستي دي.
نوموړي څرګنده کړې، که چېرته زنداني نه شي نو راتلونکي څلور کلونه به د خپل ځان د خلاصون لپاره په محکمو کې تېر کړي ځکه د هغه په خبره، د ټرمپ کورنۍ هم له یو شمېر داسې تورونو سره مخ ده چې سپینول به یې ډېر وخت وغواړي.
ټیګونه