د امریکا رسوائي نندارې ته وړاندې شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94233-د_امریکا_رسوائي_نندارې_ته_وړاندې_شوي_ده
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن د بریالیتوب له اعلان سره سره ، د ډونالډټرمپ انتخاباتي کمپیّن هماغه شان د درغلۍ مدعي دی او هغه هم د انتخاباتو دن تیجې منلو ته تیار نه دی او په ځينو مهمو او برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې ئې حقوقي شکایتونه مطرح کړي دي ،
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Nov 16, 2020 13:35 Asia/Kabul
  • د امریکا رسوائي   نندارې ته وړاندې شوي ده

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن د بریالیتوب له اعلان سره سره ، د ډونالډټرمپ انتخاباتي کمپیّن هماغه شان د درغلۍ مدعي دی او هغه هم د انتخاباتو دن تیجې منلو ته تیار نه دی او په ځينو مهمو او برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې ئې حقوقي شکایتونه مطرح کړي دي ،

 زمونږ خبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر  سید ابراهیم رئیسي  نن ددې خبرې په کولو سره  ، هغه څه چې  نن سبا په امریکا کې  لیدل کیږي ، د ځان لپاره دظاهري  ډيموکراسۍ له مودو راهسې  د څيرې او حیثیّت جوړولو وروسته   د دوي رسوائي  ده . د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو ا نتخاباتو کې  نړیوالو ولیدل  هغه انځور چې  دوی تر دې دمه  نړیوالو ته بریښولو ، واقعي نه دی  او دوي له ډيرو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان دي .

  ابراهیم ریئسي  روښانه کړې ده ،  امریکایان هڅه کوي ،په ګواښ او تحریف سره ، د نړۍ د مختلفو ټولنو  پر لیدتوګو او فکرونو  مسلط شي ،  خو  د ایران په څير بصیرت لرونکي او  روښانه ټولنې  ښې پوهیږي ، چې  د امریکا  ګواښونه هیڅکله هم  څه اغیزې نه لري .

 د ا یران د قضایه قوې  مشر  د دښمنانو په مقابل کې د ایران د ولس مقاومت اوکلکې دریدا ته په اشارې سره  وئيلي دي ،د ایران د ملت پيغام، مقاومت ،کلکه دریدا او  په امنیتی او اقتصادي  حوزو کې د قدرت تولیدول دي .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن  د بریالیتوب له اعلان سره سره ، د ډونالډټرمپ  انتخاباتي کمپیّن  هماغه شان  د درغلۍ مدعي دی  او هغه هم  د انتخاباتو دن تیجې منلو ته تیار نه دی او  په ځينو مهمو او برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې  ئې حقوقي شکایتونه مطرح کړي دي ، خو بل پلوۀ د  امریکا ولس هم  واټونو ته وتلی او د ټرمپ د چټي کولو  غوښتنې کوي او شعارونه ورکوي که ټرمپ پخپلې خوښې  له سپينې ونه وځي نو په زور او دقانون له لارې به وشړل شي .