د ولسمشرۍ شوي انتخابات د امریکا لپاره ننګ او پیغور ؤ
د سپینې ماڼۍ ویندوئې کیلي مک اناني ، البته په یوې مرکې کې په ضمني توګه د امریکا د ولسمشرس په انتخاباتو کې د ډيموکراټيک ګوند دکاندید جوبایډن په بریالیتوب اعتراف کړی دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ و امریکا جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ بیګا په سپینې ماڼۍ کې په یولړ دستورو کې ددغه هیواد د ولسمشرۍ ترسره شوي انتخابات د امریکا لپاره یو ننګ اوپيغور بللي او وئيلي ئې دي \،د نومبر د دریمې په انتخاباتو کې ستره درغلي شوي اوهغه تیروتنې چې پکې شوي ، درستې د هغه په ضد یوه دسیسه وه .
د امریکا دغه کرغیړن ولسمشر په دوام کې وئيلي دي ،وروستي انتخابات چې شوي،هغو انتخاباتو ته ورته وو،چې د دریمې نړۍپه هیوادونو کې ترسره کیږي .
ټرمپ همداراز مدعي شوی ، په دغو انتخاباتو کې دی بریالی شوی دی .
د سپینې ماڼۍ ویندوئې کیلي مک اناني،البته په یوې مرکې کې په ضمني توګه د امریکا د ولسمشرس په انتخاباتو کې د ډيموکراټيک ګوند دکاندید جوبایډن په بریالیتوب اعتراف کړی دی .
وئيل کیږي تر دې دمه د ټرمپ حقوقي ټیم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ماتې منلو هماغه راز ډډه کوي او وائي دوي د انتخاباتي نتیجو په خلاف شکایت کړی دی .