امریکا د ټرمپ د دروغ ویلو درنه بیه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96518-امریکا_د_ټرمپ_د_دروغ_ویلو_درنه_بیه_ورکړه
زمونږ خبریال وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ ډیموکراټ مشر باب میننډیز د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تبرئه کیدا وروسته په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل امریکا د ټرمپ د دروغو ویلو لپاره درنه بیه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 15, 2021 05:25 Asia/Kabul
  • امریکا د ټرمپ د دروغ ویلو درنه بیه ورکړه

زمونږ خبریال وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ ډیموکراټ مشر باب میننډیز د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تبرئه کیدا وروسته په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل امریکا د ټرمپ د دروغو ویلو لپاره درنه بیه ورکړه .

هغه وویل د امریکا د پخواني ولسمشر  ډونالډ ټرمپ روښانه او اعلان شوي انګیزه د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرضد او په واک کښې د پاتې کیدا لپاره د هڅې لپاره وه .

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ ډیموکراټ مشر باب میننډیز وویل پخواني ولسمشر ټرمپ اونۍ اونۍ د دسیسو له نظریو او ورانونکو درروغو ویلو څخه د غصې د رامینځته کولو لپاره استفاده وکړه.

ډونالډ ټرمپ د امریکا یوازنی ولسمشر دی چې دوه (۲) ځله استیضاح شو خو دواړه ځله تبرئه شو .