د ایران په ضد د بندیزونو ختمول ممکن دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97480-د_ایران_په_ضد_د_بندیزونو_ختمول_ممکن_دي
چې اروپائي لوری په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو لپاره یوازې د خولې خبرې کړي اوهیڅکله ئې هم د امریکا له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ښکاره خلاف ورزي محکومه کړې نه ده او له ایران سره ئې کړي یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې او مدعي دي چې خپلې درستې هڅې ئې کارولي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 11, 2021 05:37 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د بندیزونو ختمول ممکن دي

چې اروپائي لوری په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو لپاره یوازې د خولې خبرې کړي اوهیڅکله ئې هم د امریکا له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ښکاره خلاف ورزي محکومه کړې نه ده او له ایران سره ئې کړي یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې او مدعي دي چې خپلې درستې هڅې ئې کارولي دي .

 اکسپوز خبری سایټ راپور و رکړی ، دایران په چارو کې دامریکا  دخارجه وزارت ځانګړي استازي  راب مالی وئيلی دي ، دایران په ضد د بندیزونو دلیرې کولو  احتمال شته ، خو  د امریکا و لسمشر جوزف بایډن  د ایران په ضد دبندیزونو د ختمولو په باب  یو اړخیز ګامونه نه پورته کوي  او دا بهیر باید دوه اړخیزه وي .

 راب مالی  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د امریکا  یواړخیزې وتنې ته له اشارې پرته  وئيلی دي ، امریکا په ښکاره ایران ته وئيلی دي ، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د دواړو لورو دپابندۍ  کیدا موخې ته درسیدا لپاره په جدي ډيپلوماټيک  بهیر کې ګډون ته تیاره ده .

 هغه زیاته کړې ،د واشنګټن له نظره ،  مستقیمې خبرې اترې اغیزشیندي  او  د  ناسم تفاهم  تاوان ئې کم وي ، که څه هم  د مونږ له نظره  دا موضوع د  اجرا د رودې او دشکل په نسبت  لازیات اهمیّت لري .

له دې سره په یووخت د  اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  دمسئول ویندوي پيټر سټانو هم  بیګا ادعا کړې  دغه اتحادیه  او  جوزف بورل  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقط  له درستو لورو سره  په کوټلو ډيپلوماټيکو هلوځلو او تماسونو سره  خپلې سمې لارې ته د  نړیوالې ایټمي موافقې په بیرته ستنولو پسې دي .

 داپه داسې حال کې  دي چې  اروپائي لوری  په وروستیو کلونو کې  د نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو  لپاره یوازې د خولې خبرې کړي  اوهیڅکله ئې  هم  د امریکا له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   ښکاره خلاف ورزي  محکومه کړې نه ده  او له ایران سره ئې کړي یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې  او مدعي دي چې  خپلې درستې هڅې ئې کارولي دي .