د امام حسین(ع)دنیکمرغه زوکړه او د پاسدار ورځ دې پرټولومبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو اومینه والو په تیره بیا تاسو خوږودوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
د شعبان المعظم دمیاشتې دریمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه ګران لمسي او د امامت دآسمان ددریم ځلانده ستوري حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ورځ ، د اسلام او د محمدي شریَعت دساتنې ورځ ده چې په کربلا میدان کې ئې پخپلې بې مخینې سرښیندنې سره درستو نړیوالو ته د عزت او پتمنۍ درس ورزده کړ ، یوداسې ستر شخصیت چې د محمدي اوسوچه اسلام او قران کریم په دفاع او پاسدارۍ کې بیلګه شو .
د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني دحضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ورځ د پاسدار ورځ نومولې څو د امامت ددغه دریم ایمام بصیرت ، عزت او پتمني تر ابده پورې د درستو پتمنو ، شیعیانو په تیره بیا داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دسیرت اوژوند نمونه شي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو اومینه والو په تیره بیا تاسو خوږودوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .