د امام مهدی (ع) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98206-د_امام_مهدی_(ع)_نیکمرغه_زوکړه_دې_پر_ټولو_مبارک_وي
 د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو پتمنو  په تیره  بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې  مبارکي وائي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 29, 2021 05:44 Asia/Kabul
  • د امام مهدی (ع) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وي

 د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو پتمنو  په تیره  بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې  مبارکي وائي .

د شعبان د میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه پاک لمسي او د زمانې د امام حضرت امام مهدي عجل ا.. تعالی فرجه الشریف دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده چې په دې مناسبت  له پرون راهسې د ایران داسلامی جمهوریت په درستو ښارونو ښارګیو په تیره بیا  دحضرت امام رضا ،حضرت بې بی معصومه  علیهما السلام  په زیارتونو او دغه راز په مسجد جمکران کې په دې مناسبت د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ځانګړي دستورې جوړې شوې  او ویناوالو دامام الزمان د سیرت او ځانګړنو په باب څرګندونې او خلکو هم  جشنونه جوړ کړل . 

 داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان ، افغانستان ، هندوستان ،لبنان ، سورئې ،عراق  پشمول په زیاتره اسلامی    اولویدیځي هیوادونو کې هم په دې مناسبت ځانګړي دستورې  جوړې شوي او  داهل بیت علیهم السلام په دې مناسبت  خوشالیانې کوي .

 د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو پتمنو  په تیره  بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې  مبارکي وائي .