د بنګله دیش په جنوب کښې پولیسو پنځه کارګران ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99070-د_بنګله_دیش_په_جنوب_کښې_پولیسو_پنځه_کارګران_ووژل
دغو کارګرانو د خپلې مزدورۍ په نه ترلاسه کیدو او د کار په اوږدو ساعتونو باندې اعتراض کوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 18, 2021 06:36 Asia/Kabul
  • د بنګله دیش په جنوب کښې پولیسو پنځه کارګران ووژل

دغو کارګرانو د خپلې مزدورۍ په نه ترلاسه کیدو او د کار په اوږدو ساعتونو باندې اعتراض کوه.

د بنګله دیش په ساحلي ښار بانشکالي کښې د یو بریښناکوټ د ودانۍ په کارګاه کښې پر معترضو کارګرانو د پولیسو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

دغو کارګرانو د خپلې مزدورۍ او دیاړۍ په نه ترلاسه کیدو او د کار په اوږدو ساعتونو باندې اعتراض کوه.

د بانشکالي ښار د پولیسو مشر عزیزالاسلام وايي، پولیسو هغه وخت پر تقریباً دوو زرو مظاهره چیانو ډزې وکړې چې هغوي په پولیسو باندې د کاڼو او خښتو ګوزارونه شروع کړل.