د کیمیاوي وسلو د منعې سازمان د ترهګرو له ملاتړو د کلنګ اخیستو په مرکز بدل شوی دی
(last modified Thu, 22 Apr 2021 02:58:12 GMT )
Apr 22, 2021 07:28 Asia/Kabul
  • د کیمیاوي وسلو د منعې سازمان د ترهګرو له ملاتړو د کلنګ اخیستو په مرکز بدل شوی دی

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د کیمیاوي وسلو د منعې په سازمان کښې د خپل هیواد خلاف شوې هغه فیصله چې مسوده یې فرانسې وړاندې کړې وه، وغندله او هغه یې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په لړ کښې وبلله.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د کیمیاوي وسلو د منعې په سازمان کښې د خپل هیواد خلاف شوې هغه فیصله چې مسوده یې فرانسې وړاندې کړې وه، وغندله او هغه یې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په لړ کښې وبلله.

د سوریې خارجه وزارت د خپل هیواد خلاف د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان د غړو هیوادونو په ۲۵ غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو مصوبه په کلکه وغندله او ټینګار یې وکړ چې دا د دغه سازمان د کار په بهیر کښې یوه خطرناکه پيښه ده او منشور یې هم ورسره سمون نه خوري.

د ویلو ده چې د کیمیاوي وسلو د پراختیا د مخنیوي سازمان د خپلو تړونوالو هیوادونو په پرونۍ غونډې کښې د هغه څه په پلمه چې د ۲۰۱۷ کال په مارچ او د ۲۰۱۸ کال په فرورۍ کښې یې د سوریې د حکومت د کیمیاوي وسلو حملې بللې دي، د دغو وسلو د کنونشن له مخې د راې ورکونکې د حق په شمول د سوریې ځیني امتیازات او حقوق وځنډول.

د سوریې د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې دمشق په ډیرو سختو ټکیو د ځان خلاف دا غلیمانه کړنلاره غندي چې په کښې لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکې، برطانیې او فرانسې د سوریې خلاف د کلنګ اخیستنې، ګواښ او بدماشۍ او دباؤ په ډیرو سپکو طریقو سره یوه داسې فیصله تصویب کړه چې د دغه سازمان په تاریخ کښې یوه خطرناکه مخینه ګڼله کیږي.

 

ټیګونه